لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه ښار کې د هزاره ټولنې د احتجاج ترڅنګ هدفي وژنې شوي


د پاکستان بلوچستان ایالت په سر ښار کوئټه کې تیره شپه نامعلومو وسله والو په ډزو په داسې مهال درې تنه وژلي چې په دغه ښار کې د تیرو دوو ورځو راهسې د هزاره ټولنې غړي د خپل امنیت لپاره اجتجاج پېل کړی.

د کوټه ښار د پولیسو په وینا د حدفي وژنو تازه پېښه د ښار په جان محمد سړک رامنځ ته شوې او برید کونکو په دکانونو کې په ناستو خلکو ډزې کړي او د پېښې د ځاې نه تښتیدلي. د پېښې وروستو ژوبل کسان نژدې روغتون ته رسول شوي.

د کوټې ښار پولیس شک کوي دغه پېښه هم د مسلکي حدفي وژنو لړۍ ده. تر اوسه د پېښې پلټنې سر ته نه دي رسیدلي او نه په برید کې د وژل شوو کسانو په اړه مالومات خپاره شوي.

د تیرې شپې د پېښې وروستو د ښار په هسپتالونو کې بیړنی حالت اعلان شوی او د پېښې په ځاې کې دکانونه او بازارونه تړل شوي.

یوه ورځ وړاندې (خالي یا شنبې) په ورځ هم د کوټه ښار په جمال الدین سړک نامالومه کسانو د هزاره ټولنې دوه دکانداران په حدفي وژنو کې په نخښه کړي او وژلي وو.

د تېرې جمعې په ورځ د کوټې په توغي سړک د یو مذهبي مشر ورور، او د روانې میاشتې په ۲۲مه نېټه د کوټه ښار په باې پاس سړک د هزاره ټولنې دوه کسان د نامالومه کسانو لخوا په حدفي برید کې اووژل شول. تر وسه د دې تازه پېښو پړه چا په غاړه نه ده اخېستې.

د کوټې هزاره ټولنې احتجاج:

د پاکستان په ناارامه صوبه بلوچستان کې په تیرو څو ورځو کې دا مسلکي حدفي وژنې په داسې مهال سېوا شوي چې د خالي ورځې راهسې په دغه ښار کې میشت هزاره تولنې غړو احتجاج پیل کړی.

د هزاره ټولنې غړو د احتجاج مشري مدني فعاله جلیله حیدر کوي او نن د ګل په ورځ به د دغه احتجاج دریمه ورځ وي.

احتجاج کونکي هزاره وګړي د پاکستان په امنیتي او استخباراتي ادرو نېوکې کوي چې دوي د هزاره ټولنې په خوندي کولو کې ناکامه شوي دي او دا چې په دغه ښار کې دوې په بې رحمې سره وژل کیږي.

په بلوچستان ایالت کې په امنیتي‌ ځواکونو د بریدونو ترڅنګ زیاتره مهال د هزاره رورولۍ په وګړو دغسې ترهګریز بریدونه کیږي چې تر دې مهاله پکې په سوؤنو هزاره ګانو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

د پاکستان د حکومت لخوا د بشري حقونو دڅارنې دپاره دجوړ کړل شوي کمیشن له مخې دتیرو ۱۶ؤ کالو په موده کې د هزاره ورورولۍ په وګړو شوؤ بریدونو کې ۵۲۵کسان وژل شوي اؤ ۷۰۰ څخه زیات ژوبل شوي دي.

بلوچستان کې میشته هزاره ګانو وخت په وخت دخپلو وګړو د وژنو په ضد سخت احتجاجونه هم کړي دي اؤ حکومت اؤ امنیتي ادارې یې تورنې کړي چې د هغوئ تحفظ ته هیڅ پام نه ګرځوي.

خو دبلوچستان صوبایي حکومت وایي چې اوس یې د شیعه هزاره ګانو د تحفظ دپاره د هغوئ په سیمو کې د ملیشې د ځواکونو چوکۍ جوړې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG