لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې د پاکستاني طالبانو په حمله کې څلور پولیس ووژل شو


PC hotel Gawadar
PC hotel Gawadar

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د گل، دوشنبې، په ماسخوتن په بم چاودنه کې لږ تر لږه څلور پولیس وژل شوي او ١٠ نور کسان زخمیان شول چې پکې ملکي کسان هم شامل دي.

د کوټې د پولیس لوړ رتبه افسر عبدالرزاق چیمه خبریالانو ته وویل بم په یو موټرسایکل پورې تړل شوی و او د ریموټ کنټرول په زریعه د پولیس موټر نژدې وچاودل شو.

د پاکستاني طالبانو ترجمان د حملې ذمه واري په غاړه واخیسته.

په تیرو دوو ورځو کې په بلوچستان کې دا دویمه حمله وه.

د خالي، شنبې، په ورځ مسلح کسانو په گوادر کې په یو هوټل حمله وکړه چې په نتیجه کې یې د هوټل د څلورو کارکونکو او د سمندري پوځ د یو عسکر په شمول پنځه کسان ووژل شو.

د چارواکو په وینا په ځوابي عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو په دریشۍ کې درې "ترهگر" هم ووژل شو.

په گوادر کې د حملې ذمه واري بلوچستان لېبریشن ارمې نومې ډلې اخیتسې ده. ډلې د څلورو حمله کونکو تصویران هم شائع کړې دي.

په گوادر کې چین د ژورو اوبو بندر جوړ کړی دی چې په سیمه کې د سي پېک منصوبې برخه ده. ځینې بلوڅ ډلې وايي د بلوچستان خلکو ته دې د صوبې په قدرتي وسایلو زیات واک اختیار ورکړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG