لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د زینب په گډون د ۸ ؤ کم عمره نجونو په قتل تورن کس ونیول شو


شهباز شریف د زینب کورنۍ سره غمرازۍ ته ورغلی و
شهباز شریف د زینب کورنۍ سره غمرازۍ ته ورغلی و

د شپږکلنې ماشومې زینب قاتل د هغه تر ډي این اې کتنې وروسته پېژندل شوی او نیول شوی دی چې د زینب څنګلوری دی او تر دې مخکې هم د ۷ ماشومو نجونو په جنسي تېري او قتل په پېښو کې تورن دی.

د پنجاب وزیراعلی شهباز شریف د نهې، سه شنبې، په ماښام په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې حکومت یې په تېرو ورځو کې د زینب د وژنې په شک کې د ۱۱۵۰ کسانو ډي این اې نمونې اخیستې وې، چې په هغوی کې د یوه تن ډي این اې له هغو شواهدو سره ۱۰۰ فیصده برابره وه، چې د پېښې له ځایه اخیستل شوي وو.

شهباز شریف په رسمي توګه اعلان وکړ، چې پر عمران علي نومي ۲۳ کلن کس- چې پر مخ یې نرۍ ږیره ده- دا شک دی چې پر زینب یې جنسي تېری کړی او وژلې یې ده. شهباز شریف په فاتحانه انداز وویل: "زموږ ګډو هڅو نتیجه ورکړه او [د زینب] قاتل نیول شوی دی"

شهباز شریف د خپلې صوبې د ځینو وزیرانو، حکومتي چارواکو، عامو خلکو او پوځي استخباراتي ادارو مننه وکړه، چې وایي په څورلسو ورځو کې د هغه تن په موندلو بریالي شول، چې پر زینب یې جنسي تېری کړی دی.

د انګرېزي ژبې ورځپاڼې ډان د خبر له مخې عمران علي د زینب څنګلوری دی، چې د هغې کور ته نیژدې یې کور دی، د هغوی کور ته به اکثر ورته او مخکې یې هم هغه له ځانه سره دباندې بوولې ده.

د پنجاب پولیس چارواکي وايي، نیول شوی تن په قصور کې پر ۷ نورو ماشومانو نجونو د جنسي تېري په پېښو کې هم تورن دی، چې په تېرو دوو کلونو کې شوې دي.

شهباز شریف وویل د سه شنبې په ورځ د نیول شوي مشکوک تن عمران علي پوليګراف کتنه هم شوې ده، چې د یو تن نبض او درواغ مالوموي. وایي د دې کتنې له مخې یواځې ۵ فیصده شک دا ردوي، چې هغه دي زینب وژلې وي، خو وایي مشکوک تن د کتنې په مهال خپل ټول کړي کارونه ومنل.

شهباز شریف وایي د حکومت لومړی کار یې دا وو چې د زینب په وژنه کې لاس لرونکي کس پسې یې پلټنې وکړه او هغه یې تر پېژندلو وروسته ونیو، دویمه مرحله دا ده چې عدالت هغه ته له قانون سره سمه سزا ورکړي. شهباز شریف په جذباتي انداز وویل:

"که دا کار زما پر غاړه وای- چې د زینب د مور و پلار له درده خبر یم- نو ما خو غوښتل چې دا کس دې ښکاره پر چوک را وځړول شي"

په کورنیو چارو کې د پاکستان د سېنټ دایمي کمېټۍ هم د دوشنبې- سوموار په ورځ په یوه غونډه کې د هېواد د سزا په قانون کې د بدلون غوښتنه کړې وه او وړاندیز یې کړی وو، چې که څوک د کوچنیانو په تښتونه او جنسي تېري کې مجرم وپېژندل شي، په ښکاره دې پانسۍ ورکړل شي.

هلته په قصور کې د زینب د وژنې په تور د نیول شوي عمران علي کور وروسته له هغه ځایي خلکو محاصره کړی، چې پولیسو د هغه د نیولو اعلان وکړ. ډان انګرېزي ورځپاڼه وایي، ګڼ شمېر پولیس هم سمدستي ور رسېدلي چې خلک ارام کړي او کومه ناوړه پېښه ونه شي.

شپږکلنه زینب د جنورۍ په ۴مه د پنجاب په قصور کې له خپل کوره د خپلې ترور کور ته دیني سق ته روانه وه چې لادرکه شوه او څو ورځې وروسته یې د ګند-خځلو په ډېران کې مړی وموندل شو، چې تر وژنې مخکې جنسي تېری هم ورباندې شوی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG