لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغانستان لخوا لگول شوي تورونه رد کړي


د تسنيم اسلم په وينا ، پاکستان تل په سيمه کې د امن او ثبات دپاره د افغانستان سره د غوره اړيکو ساتلو د خواهش څرگندونه کړې ده .
د تسنيم اسلم په وينا ، پاکستان تل په سيمه کې د امن او ثبات دپاره د افغانستان سره د غوره اړيکو ساتلو د خواهش څرگندونه کړې ده .

د پاکستان د خارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وئيلي ، پاکستان د افغانستان لخوا لگول شوي هغه تورونه په کلکه ردوي ، چې گنې پاکستان د پولې پورې مخ ته د افغانستان په خاوره ترهگري کوي .

پلازمينه اسلام اباد کې نن د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم خبريالانو ته د اوونيز بريفنگ ورکولو په مهال ووئيل ، چې پاکستان د افغانستان د ملي امنيت د صلاح کار او بهرنو چارو د وزارت هاغه تورونه ردوي ، چې گنې پاکستان د پولې هاغې مخ ته افغانستان کې گوله باري او ترهگري کوي .

نوموړې ووئيل پاکستان تل د دغه رنگ تورونو رد کړی او ترهگري د سيمې گډه مسله گڼي . هغې ووئيل په گډه د ترهگرۍ مخ نيوی پکار دی ، په يو بل تورونه پورې کول د مسلې حل نه دی .

تسنيم اسلم خپلوخبرو کې زياته کړه ، چې د ترهگرۍ څخه د امن دښمنانو ته گټه رسي ، او د بې بنياده تورونو لگولو له کبله د دواړو هيوادونو د اولس اړيکې ترينگلې کيږي .

د خارجه دفتر وياندې خپلو خبرو کې ووئيل ، پاکستان د ترهگرۍ د خاتمې دپاره ضرب عضب اپرېشن پېل کړی ، او دغه اپرېشن بې د څه تفريقه د ترهگرو په ضد روان دی .

تسنيم اسلم زياته کړه ، چې د ترهگرۍ په ضد پېل کړی شوي عمليات چې قامي رائی ورته حاصله ده ، د پاکستان په خپله گټه کې دي .

نوموړې ووئيل د دغو عملياتو گټورې نتيجې هاغه وخت ترلاسه کېدی شي ، چې افغان حکومت د هغو ترهگرو په ضد عمليات وکړي ، څوک چې د پولې پورې مخ ته تښتېدلي دي .

تسنيم اسلم په پوله د څارنې او کلکو امنيتي گامونو پورته کولو په خبره هم زور راوړو ، او زياته ېې کړه ، پاکستان تل په سيمه کې د امن او ثبات دپاره د افغانستان سره د غوره اړيکو ساتلو د خواهش څرگندونه کړې ده .

پاکستان د افغانستان لخوا په هېواد کې د ترهگرۍ د لگول شوؤ تورونو رد په داسې حال کې کړی ، چې د راپورونو ترمخه تېره ورځ د افغانستان د صدر حامد کرزي وياند اېمل فېضي وئيلي ، چې پاکستان د تېرو لسو کالونو نه په زياته موده کې د ترهگرۍ څخه خپلې گټې پورته کړي دي .

نوموړي زياته کړې ، چې صدر حامد کرزي په دغې موده کې تل هڅه کړې چې د پاکستان سره په گډه د ترهگرۍ مقابله وکړي ، خو له بده مرغه پاکستان دغسې نه دي کړي .

هغه دا هم وئيلي ، چې پاکستان کله هم افغانستان کې د امن په پروسه کې رښتونی گام نه دی پورته کړی ، او د امن په ځايې يې په خپله خاوره ترهگر پاللي او پټ ځايونه يې ورته ورکړي دي .

د صدر کرزي وياند دا هم وئيلي ، چې افغانستان کې په ورستيو کې د ترهگرۍ او ناامنۍ پېښې په پاکستان کې پلان شوي دي .

افغانستان په پاکستان تور پورې کوي ، چې په افغانستان کې لاس وهنه کوي او د حقاني شبکې سره هغه وسله وال ساتي کوم چې په افغانستان کې ترهگري کوي .

خو پاکستان بيا دغه تورونه ردوي او وايي چې افغانستان د پولې پورې مخ ته پاکستاني طالبان ساتي ، او د پاکستان په ضد يې کاروي ، خو دواړه هيوادونه د يو بل په ضد تل د دغو تورونو رد کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG