لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان نه علاوه، صدر پوتین هم د ایران او سعودي عرب د جوړجاړي کوششونه کوي


د جون په میاشت کې پوتین په جاپان کې د سعودي له ولیعهد سره لیدلي و
د جون په میاشت کې پوتین په جاپان کې د سعودي له ولیعهد سره لیدلي و

د روس صدر ولادمیر پوتین د ایران او سعودي عرب ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو په لړ کې د ګل یا دوشنبې په ورځ د سعودي عرب ته روانیږي.

ښاغلی پوتین په داسې وخت کې د سعودي عرب سفر کوي چې د جمعې په ورځ امریکا سعودي عرب ته د 3000 نورو پوځي عسکرو لیږلو اعلان کړی، او بل اړخ ته د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د سعودي عرب او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو په موخه، تهران ته تللی دی.

د امریکې د دفاع وزیر مارک اېسپر د جمعې په ورځ وويلي وو امریکا به د سعودي عرب د دفاع په خاطر جنگي هوایي جهازونه او د هوايي حملو اضافي دفاعي نظام سعودي عرب ته لېږي.

د ستمبر په میاشت کې د سعودي عرب د تیلو صفا کولو دوه غټ مرکزونو باندې د ډرون حملې شوي وې چې سعودي عرب او غربی هیوادنو د دغه تور په ایران لګوي ، خو ایران د دغه نه انکار کوي.

په سفارتي توګه ایران د روس او سعودي عرب د امریکا نزدې ملګري هیواد ګڼل کیږي.

د څیړونکو په خیال که یو اړخ ته د صدر پوتین سفر مقصد په خلیجي هیوادنو کې خپل سفارتي اړیکې مظبوطول دي نو بل طرف ته روس د امریکا بیدارول غواړي.

د څیړونکو په خیال په تیرو څو میاشتو کې د روس لخوا د سعودي عرب وليعهد شهزاده محمد بن سلمان سره د ښو تعلقاتو لپاره کوششونه لیدلی شوي، او سعودي شهزاده هم هغې ته مثبتې اشارې ورکړي دي.

په ترکي کې د سعودي عرب قونصلګري کې د خبریال جمال خاشقجي د وژنې له سببه د سعودي عرب شهزاده باندې سختې نیوکې کیدلې او دهغه د مرګ تورنه د شهزاده باندې لگولې کیدل. خو له دغې پېښې وروسته، سږ کال د جي ټونټي د غونډې په موقع صدر پوتین او سعودي شهزاده محمد بن سلمان یو ځای په خنداګانو لیدلی شوي.

په امریکا کې بشري حقونو لپاره کار کوونکې ادارې د هیومن رائټس فرسټ غړی برائن ډولي وايي، " د روس حکومت ډډه کوله چې د خبریال د وژنې تور د سعودي حکومتي چارواکو باندې ولګوي، او خپل ځان یې د یو ملګري هیواد غوندې د ثابتولو کوشش کولو."

طمعه ده چې د ښاغلي پوتین د سفر په وخت سعودی عرب په روس کې د دوه بیلنه ډالرو سرمایه کارۍ یا د پانګونو اعلان هم وکړي. د کال 2007 په راپدېخوا، دا به تر ټولو لویه تجارتي لوظنامه وي.

په روس کې د سرمایه کارۍ د ادارې مشر کیرل ډیمترو وايي ماسکو او ریاض به د زرعاتو، تګ راتګ او د ریل په برخو کې یو شمیر لوظنامې لاسلیک کوي.

څلور ورځې وړاندې د روس د پانګونو یا سرمایه کارۍ ادارې په سعودي عرب کې خپل د دفتر پرانیسته هم وکړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG