د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير ویلي، "په پاکستان کې په غېر قانونه توګه مېشت غېرملکيان د ملک په امنيت او اقتصاد بدې اغېزې کوي، او حکومت د ملک په ګټه د دوی د بيرته لېږلو پرېکړه کړې ده".
پوځ نن د زیارت/ پنجشنبې په ورځ ويلي، جنرل عاصم منیر د پېښور په سفر کې دغه خبره کړې او ويلي يې دي، "غېر ملکيان به د ټاکل شوو اصولو لاندې په عزت سره خپلو ملکونو ته واپس لېږل کېږي".
د پاکستان حکومت په درېم اکتوبر غېرقانونه غېرملکيانو ته تر 31م اکتوبر پورې په خپله د وتلو وخت ورکړی وو او له لومړي نومبر وروسته یې د هغوی د نیولو او بیرته خپلو هېوادونو ته د لېږلو لړۍ پیل کړې ده چې تر اوسه یې په لکونو افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو، پاکستان کې پښتنو ملت پاله سياسي او مذهبي ګوندونو او افغانستان کې واکمنو طالبانو پاکستان ته ويلي چې د افغان کډوالو د بيرته ستنولو پرېکړه واپس واخلي.
خو د پاکستان لخوا اعلان شوې نېټې وروسته د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د غېر قانونه غېر ملکيانو نيولو لړۍ پېل شوې او پاکستان وايي، د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده.
پاکستان کې پښتنو سياستوالو او د بشري حقونو فعالانو د تېرې میاشتې (نومبر) په لومړۍ نېټه د افغان کډوالو ويستلو حکومتي او د اېپکس کمېټۍ پرېکړه په سپريم کورټ کې چېلنج کړې، دغه خواست اول د سپريم کورټ رجسټرار د اعتراضونو سره واپس کړی خو وروسته سپريم کورټ د رجسټرار اعتراضونه رد کړي او د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه پرې سپريم کورټ اورېدنه کړې او مرکزي حکومت، د بهرنیو چارو وزارت، اېپکس کمېټۍ او اټارني جنرل ته یې نوټسونه جاري کړي دي.
د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني پرون په اسلام اباد کې يوې غونډې ته په وينا کې ویلي، دوه میاشتې مخکې د حکومت د دې اعلان راهیسې چې بې اسناده بهرنیان به له هېواده شړي، نزدې 450000 افغانان خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.
د پوځ ترمخه جنرل عاصم منیر په پېښور کې يوې دستورې ته په وینا کې ويلي، "د پاکستان د سولې او ثبات دښمنه قوتونو ارادې په يو والي او د ګوتلې تګلارې د لارې ناکامه کول کيږي".
ويل شوي، نوموړي ته د امنیت، ترهګرۍ ضد عملياتو، غېر قانونه غېر ملکیانو د بيرته ستنولو او ګډو ضلعو کې د ټولنيزې او اقتصادي پرمختيا په اړه احوال وړاندې کړی شوی دی.
د پوځي بيان ترمخه، د پوځ مشر "د خېبرپښتونخوا [NWFP-1] لومړي ورکشاپ ته هم وينا کړې"، او ويلي يې دي "د خېبرپښتونخوا د ولس په ملاتړ امنيتي ځواکونو د صوبې د ثبات او ټولنيزې پرمختيا په لړ کې پرمختګ کړی دی".
ويل شوي، نوموړي په خېبرپښتونخوا صوبه کې "ورګډو ضلعو د اقتصادي پرمختيا په ارزښت هم رڼا اچولې ده".
Forum