د پاکستان حکومت د تېلو نرخونه نور هم غورځولي چې له مخې یې د یو لټير پټرولو په نرخ کې8.47 روپۍ اؤ د ډيزلو په نرخ کې 6.7 روپۍ کمی راوستل شوی دی.
وزیراعظم شهباز شریف د پټرولو نرخونو کې د کمي دا اعلان د ملک د ازادۍ د ملي ورځې په مهال کړی اؤ ددې اعلان نه وروسته اوس پاکستان کې د یو لیټر پټرولو نرخ د 269.43 روپو نه 260.96 روپو اؤ د ډيزلو نرخ د 272.77 روپو نه 266.07 روپو ته راغورځېدلی دی.
مطبوعات وایي چې په نړیواله منډهۍ کې هم د تېرو دوؤ اوونیو په مهال د تیلو نرخ په یو بېرل کې تر دریوؤ ډالرو زیات غورځيدلی دی
په پاکستان کې به د ډيزلو اؤ پټرولو دا نوې بیعې تر دوؤ اوونیو پځای وي اؤ له دوؤ اوونیو وروسته به حکومت بیا پرېکړه کوي چې د تېلو نرخونه ښکته پورته کوي که پځای یې ساتي.
تر دې وړاندې د اګست په وړومبۍ نیټه هم په پاکستان کې مرکزي حکومت د تېلو بیعې غورځولي وې اؤ په یو لیټر پټرولو کې یې 6 روپۍ اؤ 17 پېسې اؤ ډيزلو کې یې 10 روپۍ اؤ 86 پېسې کمی راوستی و.
په 15مه جولایي حکومت د پټرولو په یو لیټر کې کې څه کم لس روپۍ اؤ دهایي اسپيډ ډيزلو نرخ کې 6 روپۍ اؤ 18 پېسې اضافه کړې وه.
حکومت د روان مالي کال لپاره د پټرولیم لیوي حد هم د 60 روپو نه 70 روپو ته لوړ کړی دی.
Forum