د پاکستان په سېنیټ کې د پوځ اؤ امنیتي ځواکونو پرضد د "منفي پروپېګنډه" کوونکو ته د سختو سزاګانو ورکولو قرارداد په شریکه منظور کړل شوی دی.
دا قراداد په داسې حال کې منظور شوی چې په دې وروستیو کې په سوشل مېډيا د پاکستان دننه په خفیه ادارو اؤ پوځ راتلونکو ټولټاکنو اؤ جبري بې درکیو کې د لاس لرلو د تورونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده.
د سېنیټ د چیرمین صادق سنجراني په مشرۍ د ګل- دوشنبې په ورځ ترسره شوې دسینیټ غونډې ته د پیپلز ګوند سینیټر بهره مند تنګي د پاکستان د پوځ په پلوۍ قرارداد وړاندې کړی چې دغه قرارداد د رایو په اتفاق سره منظور کړل شوی دی.
قرارداد کې ویل شوي چې د ترهګرۍ خلاف جګړه اؤ د هیواد د سرحدونو په تحفظ اؤ دفاع کې مسلح ځواکونو اؤ دفاعي ایجنسیو بې کچه قربانۍ ورکړې دي اؤ څوک چې د پوځ اؤ امنیتي ادارو پرضد منفي اؤ په بدنیتۍ اډاڼه پروپېګنډې کوي هغوي ته دې سختې سزاګانې ورکړل شي
قرارداد کې د کوم هیواد له نوم اخستو پرته ویل شوي چې د دښمنو همسایه ګانو په شتون کې پیاوړي پوځ اؤ امنیتي ایجنسۍ ضروري دي خو په سوشل میډیا د پوځ خلاف په "بد نیتۍ اډاڼه پروپېګنډې" کیږي اؤ ددې پروپېګنډو د مخنیوي لپاره باید دې کې ککړ عناصرو ته سزا ورکړل شي.
په بلوچستان ایالت کې د جبري لادرکیو اؤ د عدالت تر شا د وژنو خلاف د بلوچستان یو شمیر مېرمنو اؤ ځوانانو پلازمینې اسلام اباد کې د تېرې میاشتې راهسې احتجاج پیل کړی اؤ ددې احتجاج په مهال په سوشل میډیا د پوځ اؤ استخباراتي شبکو پرضد د نیوکو لړۍ هم چټک شوې ده.
په اتمه فرورۍ پاکستان کې عامې ټاکنې کیدونکي دي خو ددغو ټاکنو نه وړاندې دپاکستان په خفیه ایجنسیو تورونه لګول کیږي چې په سیاست کې یې ښکاره لاسوهنه پېل کړې ده اؤ ددغه ګوند امیدواران اؤ فعالین نیسي،له غونډو یې منعې کوي اؤ د ګوند د پرېښودلو فشارونه پرې اچول کیږي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیشن هم تېره ورځ پخپله یوه اعلامیه کې ویلي چې راتلونکو ټاکنو کې د یو ګوند سره زیاتې روان دی .
دبشري حقونو کمیشن د یو ګوند د کارکونکو او پلویانو نیول، پر هغوی مبهم تورونه لګول، د ګوند د کارکونکو د سوله ییزو غونډو پر حق محدودیتونه، د ګوند د مشرانو بې درکه کېدل، د ګوند پر مشرانو د فشار ښکاره نښې چې ګوند پریږدي او یا له سیاست څخه ووځي، او په دې وروستیو کې د نوماندانو د نوم لیکنې په ډله ییزه توګه ردول د انتخاباتو د عمل نه ددغه ګوند د ویستلو برخه بللې ده.
د بشري حقونو کمیشن ویلي ،ډیری نور ګوندونه هم په یو یا بل ډول د ورته تاکتیکونو سره مخ دي اؤ په اوس وخت کې ډېر کم شواهد شته چې وښيي راتلونکې ټاکنې به ازادې، رڼې او د باور وړ وي.
Forum