لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د خان صمد خان اڅکزي لیکنې "سیلابي اوبو" وهلي


افغان صدر حامد کرزۍ کابل کې د صمدخان اڅکزي د تلین په لړ کې یوې دستورې ته وینا کوي
د برصغیر د ازادۍ او د پښتنو د حقونو لوېئ مبارز خان عبدالصمد خان اڅکزي (خان شهید) ۴٠م تلین ددوشنبې په ورځ په داسې حال ونمانځلی شو چې د نوموړي "انجمن وطن" نن د پښتونخوا ملي عوامي پارټي په بنړه یو لوئ گوند جوړ شوی دئ ـ د بلوچستان گورنري، ایالتي کابینې کې وزیران، په قامي اسمبلۍ او سینیټ کې استازي لري ـ
وائس اف امریکا ډیوه رېډیو په دې مناسبت د روانو چارو په خپرونه کې د خان شهید سیاسي، علمي او شخصي ژوند ته کتنه کړې ده.
نامتو لیکوال پروفیسر عبدالغني غنو وايئ د ارواح ښاد صمد خان اڅکزي په ژوند د نور څیړنیز کار کولو اړتیا سته او وايي هغه ټینگ مذهبي شخصیت درلود هم دا وجه وه چې د مولانا ازاد "ترجمان القران"، د شیخ سعدي "گلستان سعدي" او د مولانا شبلي "سیرت النبي" يي پښتو ته ژباړلی وو. خو سیاست يي د بشري ازادیو، زغم او د پښتنو د یوالي د پاره وو.
ډاکټر عبدالروف رفیقي وايي خان عبدالصمد خان اڅکزي د سیاست سره سره په علمي څانگه کې هم ډیر کار کړی وو خو له بده مرغه ډیرئ لیکنې او کتابونه يي لا تر اوسه چاپ شوې نه دي لکه پښتو ډکشنري "ژبتون" او داسې نور.
ښاغلئ رفیقي وايي خان شهید په دغه سیمه کې لومړئ ژورنالست وو او د "استقلال" په نوم يي خپله مجله درلوده او ډیرئ قیمتي لیکنې يي پکې کولې. هغه وايي د مولانا ازاد مجله "الهلال" بیرته چاپ شوې هم دا رنگه که د خان شهید "استقلال" هم بیرته چاپ شي نو د علم د تږو به تنده ماته شي.
د خان شهید زوئ او د قامي اسمبلۍ غړئ ډاکټر حامد خان اڅکزۍ وايي هغه خان صمد خان د پلار په حیث نه دی لیدلی په دې چې هغه شا و خوا ٣٠ کاله د انگریز او بیا د پاکستان په زندانونو کې تیر کړې. دی وايي پلار يي په لومړي ځل هغه وخت ولید کله چې د شپږو کلونو وو. د صمدخان اڅکزي د ناچاپ شوي لیکنو په باب ډاکټر حامد وايي زیاتره سیلابي اوبو وهلې دي او ډیر په خراب حال کې دي. البته دده په وینا د محمود خان اڅکزي په مشري کې ورباندې کار روان دی.
خو د پښتو ژبې نامتو هنرمند سردار علي ټکر وايي ۴٠ کاله وشو د صمد خان اڅکزي په ناچاپ شوي لیکنو باندې کار نه دی پیل شوی نو دا کار به کله پوره کیږي؟ هغه اندیښنه څرگنده کړه که چیري د صمد خان اڅکزي په ناچاپ شوي علمي اړخ باندې چټک کار وو نه شو نو دا به د خلگو هیر شي چې هغه له سیاستدان سره سره یو ډیر عالم انسان هم وو.
خان عبدالصمد خان تلین په موضوع هیلو وي او ای خپرونه دلته اوریدی شۍ:
please wait

No media source currently available

0:00 0:49:51 0:00
Direct link
  • 16x9 Image

    نصير کاکړ

    نصیر کاکړ د کال ٢٠٠٢ راهسې وړمبی په کوټه او وس په واشنگټن کې د وایس اف امریکا سره د خبریال په توگه خدمات ترسره کوي. نصیر کاکړ د وي او ای ډیوه لپاره د نړي والو چارو ترڅنگ، د افغانستان، پاکستان او  ایران او په یو شمیر نورو موضوعاتو ملټي میډیا خبرونه او رپورټونه تیاروي.

     

XS
SM
MD
LG