لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

گيلاني:د امريکا په پريکړو دعمل پابند نه يو


گيلاني:د امريکا په پريکړو دعمل پابند نه يو

د پاکستان وزيراعظم سيد يوسف رضاگيلاني ويلي دپاکستان اؤ ايران ترمينځ دگاز دنل دتړون په هکله پاکستان دامريکا په پريکړو دعمل کولو پابندنۀ دى.

وزيراعظم گيلاني دغه څرگندونې وروستو لۀ هغې کړي دي چې تيره ورځ په اسلام ابادکې دخبرو اترو په مهال دپاکستان اؤافغانستان دپاره دامريکا دجمهور رئيس ځانگړي استازي رچرډ هولبروک په پاکستاني مشرانو ټينگار کړى و چې ايران سره دې دگاز دنل تيرونې په تړون کې دتندۍ څخه کار نۀ اخلي.
ښاغلي هولیروک وینا وه ځکه چې کۀ راتلونکو وختونو کې دنړيوالې ټولنې لخوا په ايران نور سخت قدغنونه لگي نو پاکستان به هم ددغو قدغنونو څخه اغيزمن کيږي.
دنهې په ورځ دارالحکومت اسلام اباد کې دپارلمان دغړو په درناوي جوړې شوې يوې ميلمستيا ته دوينا په مهال ښاغلي گيلاني وويل دپاک ايران دگاز د تړون په هکله پريکړه به دنړيوالو قوانينو لۀ مخې کولى شي اؤ کۀ هرکله په پاکستان ملگرو ملتونو قدغنونه ولگول نو بيا به پاکستان په دغو قدغنونو عمل کوي.
وزيراعظم وويل دهغوئ حکومت په هيواد کې د روغې جوړې لاره نيولې ده چې له امله يې ډيموکراسي پياوړې شوې ده.
دهغه وينا وه په اساسي قانون کې اتلسم ترميم،گډ اين ايف سي ايوارډ اؤ دبلوچستان دحقونو د ورکړې پيکيج درائيو دملي يووالي اؤ مشورو زيږنده دى.
وزيراعظم زياته کړه دهغوئ لمنې پاکې دي ځکه نو دمحکمې اؤ حساب کتاب څخه ويره نۀ لري.

XS
SM
MD
LG