لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قومي اسمبلۍ کمېټۍ د سعودي عرب نه د پاکستاني قیدیانو د ازادېدو دعوه ردکړه


د سږ کال د فرورۍ په مېاشت کښې د پاکستان د سفر په وخت محمد بن سلمان د وزېر اعظم عمران خان په غوښتنه د سعودي عرب په جېلونو کښې بندېوان ٢٠٠٠ پاکستانې وګړو د خوشي کولو اعلان کړی و
د سږ کال د فرورۍ په مېاشت کښې د پاکستان د سفر په وخت محمد بن سلمان د وزېر اعظم عمران خان په غوښتنه د سعودي عرب په جېلونو کښې بندېوان ٢٠٠٠ پاکستانې وګړو د خوشي کولو اعلان کړی و

په بهرنې هېوادونو کښې مېشت د پاکستانې وګړو په اړه د ملې اسمبلۍ قایمه کمېټۍ د حکومت دا دعوې رد کړې دي چې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د لوظ سره سم یې په سعودي عرب کې قید د سلگونو په شمېره کې پاکستانیان ازاد کړې دي.

د سږ کال د فرورۍ په مېاشت کښې د پاکستان د سفر په وخت محمد بن سلمان د وزېر اعظم عمران خان په غوښتنه د سعودي عرب په جېلونو کښې بندېوان ٢٠٠٠ پاکستانې وګړو د خوشي کولو اعلان کړی و.

د مسلم لېګ نواز ګوند شېخ فېاض الدېن په مشرۍ کښې ترسره شوي د اوورسېز یا سمندر پورې پاکستانیان په اړه کمېټۍ د محمد بن سلمان د اعلان عملي کېدلو ته کتنه وکړه.

د کمېټۍ مشر د اړونده وزارت سېکرېټري د ٥٧٩ پاکستانې وګړو خوشې کېدلو دعوې رد کړې او ویې وویل دا هغه تنان وو چې سعودې حکومت ورته د محمد بن سلمان د اعلان نه وړاندې هېواد ته د بیرته تلو امر ورکړی و. د کمېټۍ مشر پوښتنه وکړه چې د پاکستان حکومت په څه ډول د دغو پاکستانیانو وطن ته بیرته تگ د سعودي ولي عهد د اعلان سره تړي؟

شیخ فیاض الدین وویل د بده مرغه د سعودې ولي عهد په اعلان لا یو پاکستانی قیدي هم نه دی خوشی کړی شوی.

بل حکومت مخالفه جمېت علماې اسلام ف ډلې سره تړاو لرونکې د یادې کمېټۍ غړي جمال الدین هم په حکومتي دعوو بې باوري څرکنده کړه.

جمال الدين ډېوه رېډیو ته وویل چې دوی سعودي عرب کښې بندېوان پاکستانې وګړو د خوشي کوولو لپاره درې کسېزه کمېټې جوړه کړې په خپل سر د قیدیانو د ازادولو دپاره هلې ځلې کوي.

خو د واکمن تحریک انصاف ګوند د ملي اسمبلۍ د قایمه کمېټۍ غړي فضل محمد خان د اړونده حکومتي وزارت د دعوې پخلې وکړو او هغه ډېوه رېډو ته وېلې چې تر اوسه ٥٧٩ پاکستانې ګړې بېرته راغلې او دا چې د پاتې قیدیانو لپاره په حکومتي کچه حلې ځلې دوام لري.

په وورستو کښې دا خبر هم مخې ته راغلې و چې سعودي حکومت د ډګریو لپاره ټاکلې شوې معېار نه پورا کوولو په سر د سوونو په شمېره کښې پاکستانې ډاکټرانو ته د سعودې عرب پرېښودلو امر جارې کړېدی.

د حکومتي چارواکو لخواه کمېټۍ ته وویل شوې چې دا وخت د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کښې ١٠٠٠٠ پاکستاني وګړي بندېوان دي چې پکښې لوېه شمېره د مخادره مواد د قاچاق یا د نورو جرمونو په تور نېول شوي دي.

دغه قیدیانو کښې ٦٥٠٠ زرو ته د عدالتونو لخواه سزاګانې ورکړی شوي او د دونیم زرو په ضد قضېې لا اوس هم دوام لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG