لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: عمران خان ویلي د مایوس کن اقتصادي صورتحال په وجه ریاض په غونډه کې برخه اخلي


"دي ډېووس ان دي ډېزرټ" نومې غونډه د نهې، سه شنبې، په ورځ په ریاض کې پېل شوه

وزیراعظم عمران خان ویلي د هېواد د انتهايي خراب اقتصادي صورتحال په وجه په سعودي عرب کې په نړیوالې اقتصادي غونډې کې برخه اخلي او په عین حال کې سعودي حکومت اعلان وکړو چې پاکستان ته به درې ارب ډالر ورکوي.

د ریاض په غونډه کې عمران خان د دې باوجود گډون وکړو چې د گڼ شمېر کمپنو او کاروبارونو مشرانو او ځینې حکومتونو د سعودي خبریال جمال خاشقجی د وژنې په سر احتجاج کې د ریاض په غونډه کې د شرکت نه ډډه کړې.

"دي ډېووس ان دي ډېزرټ" نومې غونډه د نهې، سه شنبې، په ورځ په ریاض کې پېل شوه. دغه غونډه د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان تصور گڼل کیږي چې هدف یې سعودي عرب ته خارجي سرمایه کاري ورکښ کول دي. ډېووس د سوېټزرلېنډ د سیاحت مرکز دی هلته هرکال د نړۍ د اقتصاد په موضوع غونډه کیږي.

د ریاض د غونډې عنوان دی "ډېووس په صحرا کې."

رویټزر خبري ادارې د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې محمد بن سلمان په کانفرنس د اطمینان څرگندونه وکړه خو غونډې ته یې رسمي وینا وه نکړه.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، د گل، دوشنبې، په ورځ د غونډې رسمي ویب پاڼه هېک شوې وه او په ویب پاڼه دا لیکل شوې وو چې سعودي عرب په نړي واله کچه د ترهگرو مالې مرسته کوي.

د امریکې مشهورو کمپنو اوبر، جی پي مورگن چیز ايي او بلیک راک مشرانو د سعودي عرب په غونډه کې د شرکت نه کولو اعلان کړی دی. هم دغه رنگ د ورلډ بنک او ايي اېم ایف مشرانو هم ویلي د ریاض په غونډه کې به گډون نه کوی.

جرمني ویلي په سعودي د وسلې خرڅولو معاهده به ختموي. د جرمني سیمنس کمپنۍ هم ویلي مشر به یې د ریاض په اقتصادي غونډه کې شرکت نه کوي.

په نړیواله کچه د خبریال جمال خاشقجي په وژنه د تشویش او د ریاض د غونډې نه د مشهورو کمپنیو او کاروباري شخصیتونو او مامورینو د ډډې باوجوده د پاکستان وزیراعظم عمران خان ریاض ته ورغلی و.

د سعودي عرب د غونډې نه وړاندې عمران خان د منځني ختیځ د خبرونو یوې ویب پاڼې "مډل ایسټ ايي" یا د منځني ختیځ سترگه، سره مرکه کې ویلي وو چې گنې د هېواد د خراب اقتصادي صورتحال له امله په غونډه کې د شرکت پرته ورسره بله کومه لاره نه وه.

د مډل ایسټ ايي سره مرکه کې عمران خان وویل امید کوي چې سعودي حکومت به د جمال خاشقجی د قتل په اړه یو داسې وضاحت وړاندې کړي چې د هر چا دپاره به د اطمینان وړ وي او دا چې د خبریال د وژنې ذمه وار خلکو ته به سزا ورکړی شي.

وزیراعظم عمران خان وویل د هېواد د قرضونو په وجه د ریاض په غونډه کې برخه اخلي. هغه وویل هېواد یې د قرض د "تاریخ بدترین" صورتحال نه تېریږي.

عمران خان وویل که چېرې حکومت یې په انیده دوو دریو میاشتو کې د ايي اېم ایف او ای د نورو ملگرو ملکونو نه قرضوه وانخلي نو د هېواد زرمبادله ذخایر به دومره نه وی چې هېواد به یې د وړاندې اخیستل شوو قرضونو ادا کولو جوگه وي او یا د وارداتو پېسې ولري.". مونږ مایوسه یوو."

د نهې، سه شنبې، په ورځ په ریاض کې د غونډې په موقع رویټز خبري ادارې وویل چې سعودي عرب به د یو کال دپاره پاکستان ته د زر مبادله په مد کې درې ارب ډالر ورکوي او پاکستان ته به دا سهولت هم ورکوي چې د تېلو اېمپورټس یا د وارداتو په ادائیگۍ کې یو کال ځنډ نه کار اخیستلی شي.

XS
SM
MD
LG