لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرتاج عزیز سعودي کې د یو پښتون د مرگ په اړه دروغ ویلي، سنیټر فرحت الله بابر


د پاکستان پیپلز پارټۍ سنیټر فرحت الله بابر
د پاکستان پیپلز پارټۍ سنیټر فرحت الله بابر

د پاکستان یو وتلي سنیټر فرحت الله بابر د د وزیراعظم د امنیتي او د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز پرضد د دروغو ویلو په سرپه سنیټ کې یو قرارداد وړاندې کړی دی.

د رپورټونو ترمخه دغه قرارداد کې په سرتاج عزیز تور لگول شوی چې په سعودي عرب کې د ځايي پولیس لخوا یو پښتون تن امین خان د وژنې په اړه سنیټ ته د تفصیلات وړاندې کولو په وخت سرتاج عزیز حقیقت پټ کړی دی.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه سرتاج عزیز سنیټ ته ویلي وو چې امین خان په غیرقانوني توگه په سعود‏‏ي عرب کې پاتې کیدو، د هغه مړی د پاکستاني حکومت په خرڅه هیواد ته وړلی شوی و او دا چې امین خان یو "بد کرداره سړی و."

د امین خان زوي شیرامین وي او ای ډیوه ته په مرکه کې وویل د هغه د پلار د مرگ په اړه سرتاج عزیز درې دروغ ویلي دي.

شیرامین وايي دده پلار د تیرو شلو کالو نه په سعودي عرب کې ددرزې په حیث کار کولو او اوس يي هم په سعودي عرب کې د کار قانوني کاغذونه (اقامه) موجود دي، د پلار مړی يي په د حکومت نه بلکې په خپله خرچه هیواد ته رارسولی دی او دا چې پلار يي بدکرداره نه و نو ځکه په سعودي عرب کې ٢٠ کاله پاتې شوی و.

د سوات سره تعلق لرونکی امین خان د سعودي عرب په ریاض ښار کې پولیس د نرښځو په دیره باندې په چاپه کې ونیولی و. سعودي پولیس په دغه چاپه کې د امین خان نه علاوه د ٣٠ نه زیات نور پاکستانیان هم نیولي وو.

امین خان د پولیس په ولکه کې ساه ورکړه. شیرامین وايي په پلار يي د پولیس په بند کې تشدد شوی وو او په بدن يي د تشدد نخښې ښکاره وې.

شیرامین وايي پلار يي د نرښځو په دیره کې د موسیقۍ یو پروگرام ته تلی و.

د وي او ای ډیوه خبریال افتخار حسین د شیرامین سره مرکه کړې ده دلته يي اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:11:11 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG