لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به د اسرايل په اړه د تګلارې نه بدلولو په خبره ودرېږي؟


د اسرایلو د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د سعودي عربستان د وليعهد محمد بن سلمان سره د ليدو په اړه د رپوټونو وروسته پاکستان بيا ويلي چې اسرايل به تر هغې نه مني تر څو د فلسطين مسله د فلسطنيانو په مرضۍ حل شوې نه وي.

سعودي عربستان د اسرايلو د وزير اعظم او د سعودي د وليعهد ترمنځ د ليدو کتو خبرونه رد کړي دي خو په دغه اړه د معلوماتو د کره والي لپاره د خبري ادارو هڅو ته اسرايلي چارواکو ځواب ويلی نه دی.

د سعودي او اسرايلي مشرانو د ليدو خبر لا د رېښتيا يا دروغو د امتحان نه تېر شوی نه وو چې اسلام اباد يو ځل بيا په يو ليکلي بيان کې د اسرايلو منل د فلسطين سره مشروط کړل. پوښتنه اوس دا ده که د عرب اماراتو او بحرېن وروسته، سعودي هم بغېر له کومه شرطه اسرايل سره اړيکې سموي نو ايا پاکستان به هم بغېر شرطه د اسرايل سره سفارتي اړيکې جوړوي او که څنګه؟

په کراچۍ کې مېشت د منځني ختیځ د چارو څېړونکی محمد علي صدیقي انادولو خبري ایجنسۍ ته ویلي، دا امکان نه شي ردېدی چې ریاض دې له اسرایلو د اړیکو د عادي کولو لپاره پر پاکستان فشار اچولی وي:

"تر کومه چې د سعودي د فشار خبره ده، هو، دا خبره نه شي ردېدای، که پاکستان اسرایل په رسمیت وپېژني د دې کرېډیټ به ریاض ته ځي".

هم دې ته ورته خبرې هغه وخت هم کېدی کله چې بحرېن د اسرايلو سره د اړيکو د جوړلو اعلان وکړو. هغه وخت څېړونکو ويل چې بحرېن دغه کار د سعودي د مرضۍ پرته نه شي کولی او علت يې د بحرېن د شاهي کورنۍ د سعودي د شاهي کورنۍ سره د مودو راسې مظبوطې اړيکې ښودل کېدل.

د يادو دواڼو عرب هېوادونو [اماراتو او بحرېن] د اسرايلو سره د اړيکو جوړولو وروسته، د پاکستان وزیراعظم عمران خان په خپله یوه وروستۍ مرکه کې ویلي، له اسرایلو سره د اړیکو د جوړولو لپاره ورباندې فشار اچول کېږي.

عمران خان د نومبر پر 12مه د پاکستان له یوه شخصي ټیلیویژن سره په ځانګړې مرکه کې د کوم هېواد نوم وا نه خیست خو ویل پر پاکستان فشار دی چې له اسرایلو سره اړیکې عادي کړي:

"پرېږده دا [پوښتنه] ځئ چې مخته لاړ شو. یو څه داسې خبرې دي چې موږ یې نه شو کولای. موږ له [سعودي] سره ښې اړیکې لرو، موږ نه غواړو دا اړیکې خرابې کړو، یو ځل چې موږ په اقتصادي لحاظ پخپلو پښو ودرېږو بیا دا پوښتنې کېدای شي".

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند بيا ویلي وو، چې د عمران خان خبره ناسمه نقل شوې ده او دا خبره یې رد کړې ده چې ګواکې پر پاکستان باندې له اسرایلو سره د اړیکو جوړولو فشار دی.

د پاکستان د دفاعي چارو یو څېړونکی پخوانی لیفټیننټ جنرل طلعت مسعود بیا وایي، داسې فکر نه کوي چې ریاض د اسرایلو د منلو لپاره د پاکستان د راضي کولو هڅې کوي:

"عربي ملکونه د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو په بنیاد د خپلو ارزښتونو په قیمت له اسرایلو سره په نرمۍ خپلې اړیکې جوړوي، دوی نور د فلسطین د شخړې پروا نه کوي".

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په تېره اګست میاشت کې هم ویلي وو، اسرایل به تر هغه وخت د ریاست په توګه ونه مني چې تر څو یې د فلسطین خپلواکي نه وي منلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG