لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستان وايي سعودي عرب دې د خدامانو په څانگه کې د پاکستان برخه زیاته کړي


د سعودي عرب پایتخت ریاض کې کارکونکې د یوې ودانۍ په تعمیر کار کوي
د سعودي عرب پایتخت ریاض کې کارکونکې د یوې ودانۍ په تعمیر کار کوي

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر پرویز ملک له خپل سعودي سیال څخه غوښتي چې د سعودي عرب د بیا ودانی او خدماتو په څانگه کښې د پاکستاني مزدورانو برخه (کوټه) زیاته کړي.

نوموړي دا خبرې د پاک سعودي وزیرانو گډ کمیشن ١١ م ناستې اختتامي دستورې ته په وینا کښې کولې. دا غونډه چې د پاکستان پلازمینه اسلام آباد کښې د روانې میاشت په ١٧-١٦ شوې، مشري یې د سعودي عرب د سوداگری وزارت وزیر ډاکټر ماجد بن عبدالله ال قصابي کوله. دا خبره د پاکستان ایکپریس ټریبیون ورځپاڼې رپورټ کړی دی.

د پاکستان د سوداگرۍ وفاقي وزیر پرویز ملک وئیل پکار ده چې پاکستاني مزدوران د سعودي حکومت ویژن ٢٠٣٠ نومي پروژې کښې برخه ولري. دې پروژې نه تمه کیږي چې د ودانی او خدماتو په برخه کښې په زرگاؤ روزگارونه ولري.

د پاکستان د سوداگرۍ وزیر وايي" مونږ(پاکستان) غواړو چې سعودي عربستان دې د خپل اړتیاوو په اساس د پاکستاني مزدورانو لپاره هم په پاکستان کښې د روزنې مرکز جوړ کړي".

د غونډې په ترڅ کښې، دواړو هیوادونو د دوه اړخیز تجارت او همکارۍ د پراختیا لپاره د یو شمیر اقداماتو باندې موافقه وکړه. دوي ویل د پاک سعودي دوه اړخیز سوداگری حجم چې دا محال ٢.٥ ملیارده امریکایي ډالره دی، د اصلي امکاناتو څخه ډیر کم دی.

د پاکستان د سوداگرۍ د وزارت مشر وزیر پرویز ملک ویل د دواړه غاړو ترمینځ تجارت ته نوره وده ورکولو لپاره بشپړ گامونو د پورته کولو ضرورت دې. نوموړي زیاته کړه، " دغه گامونه داسې کیدلې شي چې دوه اړخیزه تجارتي میلو انعقاد او نندارتونونه وشي او د پاک سعودي تجارتي کونسل بیا ژوندې کولو لپاره د دواړو هېوادونو پلاوي یو بل سره پرله پسې غونډې وکړي".

د سعودي وزیر ډاکټر ماجد بن عبد الله ال قصابي وویل، "مونږ اړتیا او لیوالتیا لروچې په پاکستان کښې د موقعو پیژندنه وکړو. پاکستاني سیاست مدار دا غواړي او دې ته تیار دي او د خبرو اترو دلارې که کوم خنډان وي نو ختم به شي"

په غونډه کښې په ترجیحي بنیاد تجارتي لوظنامې باندې باس هم وشو، خو په دې اړه ځیني فیصله و نشوه. سعودي وزیر وویل چې وړاندېز شوی لوظنامه لا تر اوسه د بیاکتنې نه تیریږي.

اسلام آباد کښې شوې دې غونډې له د سعودي په پلاوي کښې د ٣۴ سرکاري چارواکو پرته ٢٠ دولتي ادارو او ځانگړي تجارت گر ادارو چارواکي راغلې وو.

دواړه خواوې په دې هم رضا وې چې د پاکستان اوسعودي عربستان د مرکزي بېنکونو ترمینځه د تفاهم یا د پوهنې یو یاداشت هم زر تر زره لاس لیک کړې.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG