لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به د قطر او سعودې ترمنځ لانجه کې بې پرې پاتې شي؟


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د مۍ په میاشت کې د سعودي عرب د دروې په مهال د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني سره ولیدل
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د مۍ په میاشت کې د سعودي عرب د دروې په مهال د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني سره ولیدل

پاکستان غواړي د خپل خلیجي متحدینو ترمنځ لانجه حل کړي ځکه که دا لانجه نوره هم زیاته شي نو پاکستان ته به یې هم زیان وي.
سعودي عربستان، بحرین، مصر او متحده عربي اماراتو د جون په ۵ نیټه له قطر سره خپلې ډپلوماټیکې اړیکې او ټولې نښلونکې لارې پدې تور پرې کړې چې له ترهګرو سره اړیکې لري خو قطر دغه تور په کلکه ردوي.
پاکستان له افغانستان او هند سره د خپلو شخړو پرسر چې ګواکې ترهګرو ته پنا ورکوي په خپله هم ډیر ګوښه شوی او پاکستان داسې کوم سیاسي او اقتصادي قدرت نه دی چې په سعودي او قطر باندې دې د شخړې د حل په برخه کې کومه اغیز ولري.
د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان له پادشاه سلمان بن عبدالعزیز سره په جده کې وکتل خو د شخړې د حل په برخه کې د کوم پرمختګ راپور ترلاسه نه شو.
د پاکستان پخوانی ډپلوماټ جاوید حفیظ وايي پاکستان کولای شي یو مثبت رول ولوبوي خو دا به ډیر محدود وي ځکه پاکستان داسې کومه سیاسي او اقتصادي برتري نه لري.
ده وړاندې وویل چې پاکستان باید بې پرې رول ولوبوي.
متحده ایالاتو او چین ددغې ستونزې د حل په برخه کې اغیزناکه ګڼل کیږي او د امریکا ددفاع وزیر جیم ماټیس ویلي چې دغه لانجه پیچلې ده.
د قطر د بهرنیو چارو د وزیر لپاره یوه ځانګړي استازي د فرانسې خبري رسنۍ ته ویلي دي چې لانجه ترهګرو ته د پیسو د ورکولو پرسر نه ده بلکه هدف یې دا دی چې قطر باندې فشار راوړي ترڅو خپله خپلواکه او فعاله بهرنۍ پالیسي بدله کړي.
د عرب فونډیشن اداري مشر علي شهابي امریکا غږ ته وویل دی فکر نه کوي چې دغه لانجه دې دومره ژر حل شي.
دغه بحران په چټکۍ سره ځینې هیوادونه مجبور کړل چې د یوه لوري پلوي وکړي.
ترکیې وړاندیز کړی چې په قطر کې به نوي مرکز ته خپل ۳۰۰۰ سرتیري واستوي او د خوراکي موادو مرسته به وکړي.
همدارنګه په استانبول کې د قطر په پلوي د یکشنبې په ورځ یوه لوه مظاهره هم وشوه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د قطر ګوښه کیدل رد کړ او زیاته یې کړه چې دا ډیر یو غیر انساني او د اسلام د ارزښتونو پرخلاف یو عمل دی.
اردغان دا هم وویل چې قطر د داعش په وړاندې جګړه کې تر ټولو پریکړنده دریځ درلود او قطر ته ضرر رسول به یو بې هدفه کار وي.
بل پلو ایران هم له قطر سره ولاړ دی خو مصر بیا د سعودي عربستان پلوی دی.
مصر او سعودي دواړه د اخوان المسلمین ډلې ته د دوښمن په سترګه ګوري.
د سیمې له هیوادونو سره د پاکستان اړیکې پیچلې دی.
تقرییا څلور عشاریه څلور میلیونه پاکستانیان په سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او قطر کې ژوند کوي چې هر کال له شپږو ته اوو میلیاردو ډالرو پورې پاکستان ته لیږي.
څیړونکي وايي کچیرې په سیمه کې شخړه نورهم زیاته شي نو ښايي یاد هیوادونه پاکستانیان له خپلې خاورې وباسي چې له دې سره به د پاکستان اقتصاد ته ډیر زیات تاوان ورسیږي.
د پاکستان اړیکې په ځانګړي توګه د قطر او سعودي عربستان سره زیاتې دي.
پاکستان پدغو هیوادونو د انرژۍ په ډګر کې لکه د تیلو په برخه کې زیاته تکیه لري.
پاکستان یواځې تیر کال له قطر سره د مایع ګازو په برخه کې تیرکال یو پنځلس کلن قرارداد لاسلیک کړ.
نواز شریف ته هم له دواړو ګټه رسیږي.
کله چې جنرال پرویز مشرف د ۲۰۰۰ کال په ډیسمبر کې د شریف حکومت د یوې سپینې کودتا په ترڅ کې چپه کړ نو د سعودي شاهي دربار د یوې پریکړې پر بنسټ شریف او د هغه کورنۍ د ۲۰۰۷ میلادي کال تر نومبر میاشتې پورې وساتل.
د سعودي حکومت د شریف له حکومت سره د ۲۰۱۴ میلادي کال په مارچ میاشت کې د یو نیم میلیارد ډالرو وړیا مرسته وکړه چې د سترو پروژو په برخه کې ترې کار واخلي.
هغه مهال د پاکستان د مالي وزیر اسحق دار ورته د تحفې نوم ورکړ چې د پاکستان سیاسي ډلو پرې بیا نیوکې وکړې.
د پاکستان پخواني جنرال او د پوځي چارو کارپوه جنرال طلات مسعود د امریکا غږ اردو سرویس سره په خبرو کې وویل چې دا مرسته به اوس پاکستان ته ستونزمنه کړي چې بې پرې پاتې شي.
بل پلو د سعودي په مشرۍ د ۴۰ اسلامي هیوادونو د سوني پوځي ایتلاف د مشرۍ لپاره د پاکستان پخوانی پوځي جنرال راحیل شریف ټاکل شوی دی.
شریف په ورته وخت کې له قطر سره هم ټینګې اړیکې لري.
شریف همدارنګه تیر کال هڅه وکړه چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ منځګړیتوب وکړي خو مثبتې پایلې یې نه درلودې.
د پاکستان نورې مداخلې سیاسې نه وې د بیلګې په توګه په بحرین کې شیه مسلمانانو شکایت وکړ چې په ۲۰۰۷ کال کې پاکستاني ځواکونو ددوي ډیموکراسي پلوه لاریونونه ګډ وډ کړي وه.
همدارنګه د ۱۹۷۰ میلادي کال په سپټمبر کې پاکستاني پوځي مشر ضیا الحق باندې د هغو لسو تر ۲۵ زرو فلسطینیانو د وژنې تور پورې شوی وه کومو چې د اردن د شاهي نظام پرضد پاسیدلي وه.
که څه هم محافظه کاران ددغو وژل شویو کسانو شمیر زر دوه زره ښيي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG