لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ذهني ناروغۍ له امله سپریم کورټ د دوو قیدیانو د مرګ سزا په عمر قید ته بدله کړه


د سپریم کورټ پنځه کسیزې ډلې په خپله فېصله کې وویل چې که چېرې یو قېدي په ذهني توګه د دې جوګه نه وي چې په دې خبره پوهه شي چې سزا ورته ولې ورکړی شوي ده نو په داسې صورت کې د مرګ سزا عملي کول د انصاف تقاضې نه پوره کوي
د سپریم کورټ پنځه کسیزې ډلې په خپله فېصله کې وویل چې که چېرې یو قېدي په ذهني توګه د دې جوګه نه وي چې په دې خبره پوهه شي چې سزا ورته ولې ورکړی شوي ده نو په داسې صورت کې د مرګ سزا عملي کول د انصاف تقاضې نه پوره کوي

د پاکستان سپریم کورټ د ذهني ناروغۍ له امله د دوو قیدیانو د مرګ سزاګانې په عمر قید کې بدلې کړې. قانون پوهان د عدالت دغه غیرمعمولي فېصله بولي.

د چارواکوي په وېنا عدالت د کنیزه بي بي او عماد علي سزاګانې په عمر قید کې بدلې کړي.

کنیزه بي بي ته ۳۰ کاله وړاندې د مرګ سزا اورول شوي ده خو د چارواکو په قوله په ذهني توګه سخته ناروغه ده.

عماد علي د تېرو ۲۰ کلونو راهسې د مرګ په کوټنڼۍ کې دی او په ذهني توګه بېمار دی.

د سپریم کورټ پنځه کسیزې ډلې په خپله فېصله کې وویل چې که چېرې یو قېدي په ذهني توګه د دې جوګه نه وي چې په دې خبره پوهه شي چې سزا ورته ولې ورکړی شوي ده نو په داسې صورت کې د مرګ سزا عملي کول د انصاف تقاضې نه پوره کوي.

عدالت وفاقي او صوبايي حکومتونو امر وکړو چې په دې اړه دې په قوانینو او ضوابطو کې ترمیمونه وکړي.

د سپریم کورټ د پنځې کسیزې ډلې مشر جج جسټس منظور احمد ملک د فېصلې په شروع کې ولیکل چې د غلطو تصوراتو په سبب د ذهني ناروغۍ اثرات او د دې په سبب د پېدا کېدونکي معزورتیا په پام کې نه نیول کېږي.

جسټس پراجېکټ پاکستان نومې د انساني حقونو تنظیم چې د کنیزې او عماد د مقدمې پېروي یې کوله، د سپریم کورټ د فېصلې یې هرکلی وکړو. دغه اداره د ډیر وخت راهسې دا غوښتنه کوي چې په ذهني توګه ناروغه کسانو ته دې د مرګ د سزا نه استثنا ورکړی شي.

د ادارې مشرې ساره بلال وویل سپریم کورټ تاریخي فېصله وکړه.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورت وايي کنیزه بي بي د ۱۶ کلونو وه چې د شپږو کسانو د وژلو په الزام ونیول شوه او په ۱۹۹۱ کې ورته د مرګ سزا واورول شوه. نهه کاله وروسته د لاهور ښار په یو زندان کې د هغې د ذهني ناروغتیا تشخیص وشو.

عماد علي ته په کال ۲۰۰۲ کې د یو عامل د قتل په مقدمه کې مرګ سزا واورول شوه او په کال ۲۰۰۷ د هغه ذهني ناغروغتیا معلومه شوه.

په کال ۲۰۱۶ کې د هغه د تېزندي کېدو نه څو ورځې وړاندې سپریم کورټ د عماد علي سزا عملي کېدل وځنډول.

پاکستاني چارواکي وايي په هېواد کې لږ تر لږه ۶۰۰ قېدیان په ذهني ناروغېو کې مبتلا دي.

جسټس پاکستان پراجېکټ وايي دوه نور قېدیان چې د مرګ سزاګانې ورته اورول شوي دي خو ذهني ناروغان دي د سپریم کورټ دې فېصلې نه به ګټه پورته کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG