لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې فرقه اېزه تشدد کښې ١١ کسان وژل شوې


دپاکستان دپنجاب صوبې په بکهر سيمه کې دمذهبي گوندونو ترمينځ دنښتې وروستو وضعيت تاؤژن دى اؤ په اغيزمنو سيمو کې گرځ بنديز يا کرفيو پځايې کړل شوې ده.
دتاؤژن وضعيت له امله ډي سي او دتعليمي ادارو دبندو ساتلو اعلان کړى دى.
دمقامي پوليسو وينا ده چې دجمعې په ماښام بکهر کې دمذهبي ډلې اهلسنت والجماعت سره تعلق لرونکو کسانو ښار کې په يو لاريون کې دگډون وروستو چې کله هغوي واپس روان وؤ نو دکوټله جام په مقام دشيعه مسلک سره تعلق لرونکو مسلمانانو سره مخامخ شول.
دپوليسو ترمخه ددواړو ډلو ترمينځ دډزو تبادله کې دوه کسان په موقع مړۀ شوي اؤ ٩ؤ نورو په روغتون کې ساه ورکړې ده.
دپوليسو وينا ده سيمه کې دتاؤژن وضعيت له امله تعليمي ادارې تړلي دي اؤ سيمه کې دفعه ١٤٤ لگول شوې ، چې ترمخه يې دپينځوؤ څخه دزياتو کسانو په راټوليدو پابندي وي.
چيف سيکرټري پنجاب جاويد اسلم وائي بکهر کې دصورتحال مکمل کنټرول کيدو پورې به کرفيو پځايې وي اؤ چاته به پخپل لاس کې دقانون داخستو اجازت ورنۀ کړل شي.
دتاؤژن وضعيت له امله دريخان خان، کوټله جام اؤ نزدې سيمو کې ټول مارکيټونه هم تړلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG