لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستاني امنیتي ادارې چټک کړی شوي دي


اسلام آباد کې د امنیت انتظامات سخت کړی شوي وو او د هوائي او سمندري پوځ خصوصي عسکر مارگله عرونو کې مشکوک وسله والو د لټون د پاره لیږلی شوي وو
د پاکستان سرښار اسلام اباد کې په اهم هدفونو د ممکنه حملو مخنیوي د پاره امنیتي ادارې چټک کړی شوي دي.

اسلام آباد کې د امنیت انتظامات سخت کړی شوي وو او د هوائي او سمندري پوځ خصوصي عسکر مارگله عرونو کې مشکوک وسله والو د لټون د پاره لیږلی شوي وو.
چارواکو ویلي د امنیت بیړني اقدامات د ممکنه حملو په حکله اسختباراتي معلوماتو په بنیاد اخستل شوي دي.
پولیس ویلي بیړني اقدامات به تر د راتلونکو څو ورځو پورې جاري وي.
پاکستان کې د امنیت په حکله اقدامات په داسې مهال اخستی شوي چې تیره هفته ډیره اسماعیل خان کې وسله والو په مرکزي زندان حمله وکړه او ٢٥٠ قیدیان يي ازاد کړل چې پکې یو شمیر نیول شوي وسله وال هم شامل وو. خو دا نه معلومه چې اسلام اباد کې د امنیت گامونه د ډیره اسماعیل خان د حملې سره څه تړون لري او که نه؟
امریکې هم په خارجي هیوادونو کې په سفارتخانو او کونسلخانو د ممکنه حملو د خطر په وجه گڼ شمیر سفارتي دفترونه تړلې دي.
XS
SM
MD
LG