لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان دیني مدرسو د طالب علمانو په شمیره کې اضافه کیږي


د تیرې څه مودي راهسې پاکستان په مدرسو کې د اصلاحاتو خبره کوي او د مدرسو په نصاب کې عصري علوم شاملول غواړي
د تیرې څه مودي راهسې پاکستان په مدرسو کې د اصلاحاتو خبره کوي او د مدرسو په نصاب کې عصري علوم شاملول غواړي

په پاکستان کې د وفاق المدارس عربيه ادارې ناظم محمدحنيف جالندهري ويلي د دوي د انتظام د لاندې مدرسو کې د طالب علمانو په شمیره کې هرکال د دوه نه تر درې لکو پورې اضافه کیږي او هم دغه ډول د مدرسو شمیره هم زیاتیديږي.

د ښاغلي جالندهري په وینا د مدرسو په زیاتیدونکو ذده کونکو کې د جینکۍ هم شاملې دي او یوازې تیر کال ٢٠٠٠٠ پورې اضافي جینکو د مدرسو امتحانونه ورکړل.

په پاکستان کې په ځینې مدرسو تور لگول کیږي چې طالب علمانو ته د انتهاپسندۍ او تندروۍ درس ورکوي او څیړونکې وايي هم ددې له امله هیواد د ترهگرۍ ښکار دی او په ټولنه کې عدم برداشت او د غربي نړۍ او د مذهبي اقلیتونو په اړه نفرت او کرکه موجود ده.

د تیرې څه مودي راهسې پاکستان په مدرسو کې د اصلاحاتو خبره کوي او د مدرسو په نصاب کې عصري علوم شاملول غواړي. په دیني مدرسو د نظر زیاتولو په لړ کې حکومت د رجسټریشن یا دا شرط هم معارفي کړی چې مدرسې دي د حکومت نه منظوري واخلي او یا دې د حکومت سره خپله نوم لیکنه وکړي.

خو څیړونکې وايي په مدرسو کې د اصلاحاتو د حکومت منصوبه نه یوازې د سست روۍ ښکار ده بلکې په دې کې ډیرې نیمگړتیا هم موجود دي.

هم دا میاشت د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپل رپورټ کې وویل د پاکستان سرښار اسلام اباد کې د سرکاري سکولونو پرځای د دیني مدرسو شمیره زیاته شوي ده او زیاتره پکې غیر رجسټرډ یا د حکومت سره يي نوم لیکنه نه ده شوي.

د ډان ددغه رپورټ بنیاد د سي ډي ای یا د اسلام آباد د انتظام د حکومت ادارې یوه سروی یا نظر پوښتنه وه چې ویل يي په تیرو څلورو کلونو کې په اسلام اباد کې حکومت نوی سکول نه دی جوړ کړی، ددې پرته چې د ښار په ابادۍ کې په څرگنده ډول اضافه شوي ده.

خپله محمد حننف جالندهري هم د مدرسو په اړه د حکومت په تگ لاره کې د غیرسنجیدگۍ خبره کوي. د اتوار، یکشنبې، په ورځ د پیښور په نوتیه کې په جامعه عثمانیه مدرسه کې یوې خبري غونډې ته هغه وویل حکومت په مدرسو کې د اصلاحاتو په اړه سنجیده نه دی.

ماهرین وايي تعلیم نه د حکومت بې غوري، تعلیم د اهمیت نه د ولس ناپوهي او غربت نه یوازې د سکولونو د بدحالۍ اهم وجوهات دي بلکې د مدرسو په شمیره کې د اضافې سبب هم.

د تعليمي چاروکارپوهه قبله اياز وايي حکومت د سرکاري سکولونو نه لاس اخستی او که کوم دي هم نو هغه ښه تعلیم نه ورکوي او په خلکو کې يې د احساس کمترۍ تاثر جوړ شوی دی.

د قبله اياز په وينا د دې يو علت عربت هم دی هر مور پلار غواړي چې په بچو تعليم وکړي او په خصوصي توګه په کلیوالو علاقو کې غربت زيات او د سکولونو نشتوالی يا کمی وي ځکه مور پلار خپل بچي بيا په ويړيا زده کړو پسې مدرسو ته ليږي.

ښاغلی زیاتوي پاکستان کې د بې درېغه ابادۍ سره ظاهره ده مدرسې هم سیوا کيږي، او د دغو مدرسو نه چې کوم خلک فارغ شي د هغو خو بل څه کار نه وي مدرسې او جوماتونه جوړوي.

ښاغلی قبله اياز وايي پاکستان کې " دا تريخوالی يا انتهاپسندي يواځې په مدرسو کې نه ده بلکې زمونږ په عصري پوهنتونو او کالجونو کې د انتهاپسندۍ پله بې انتها رجحان موجود دی." هغه وايي د دې وجوهات ميډيا، تعلیمي نصاب او عمومي ماحول هم دی."

حافظ جالندهري وايي "حکومت د مدرسو نه سکولونه جوړول غواړي او مونږ د سکولونو نه مدرسې جوړل غواړو." هغه وويل عمومي نصاب دې بدل کړی شی.

قبله اياز وايي په نصاب کې بدلون يو مسلسل عمل دی. "خو په مدرسو کې چې کوم نصاب دی هغه ډېر قديم (زوړ) نصاب دی او هغه د دوي ذهن ته د جديد نظام سره هم اهنګ کولو دپاره څه خاص رهنمايي نه ورکوي".

د وفاق المدارس د مشر په وېنا دوه کاله وړاندې يې د حکومت په غوښتنه د ترهګرۍ په ضد جوابي قامي بيانه ورکړې خو حکومت خپله ذمه واري نه ده خپره کړې.

پاکستان کې يواځې د وفاق المدارس عربيه لاندې په ملک کې ۱۸ زره مدرسې دي او پکې د زده کوونکو اندازاً شمیره تر ۲۵ لاکو پورې ښودل کيږي.

د وفاق المدارس نه علاوه هم پاکستان کې د نورو مکتبه فکر څلور دغه رنګ وفاقونه هم چلیږي او د هغې لاندې په زرګونو مدرسې او پکې زده کړې ورکړی کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG