لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان د سېنېټ انتخابات روان دي


د پاکستان د پارلېمنټ د برني اېوان سېنېټ په 37 څوکو انتخابات د شورو، چهارشنبې، سهار نهه بجې د رايو د ورکولو سره پېل شوی او د ماښام پينځه بجو پورې به بغیر د دمې روان وي.

ځايي ميډيا وايي د ټاکنو دپاره 78 کانديدان ولاړ دي.

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه په څلورو واړو صوبو کې د خېبرپښتونخوا او بلوچستان د 12، 12 او د سيند او پنجاب څخه د 11، 11 او د اسلام اباد څخه د دوه سېنېټرانو انتخاب نن ټاکل شوی.

خو په دې ټاکنو کې د پنجاب صوبې څخه 11 سېنېټران د حکومت او مخالفه ګوندونو د جوړ جاړي وروسته د وړاندې نه بې د مقابلې منتخب شوي دي.

د سرکاري ميډيا ترمخه د 100 سېنېټرانو په اېوان کې چې 52 سېنېټران په کال 2015 کې منتخب شوي د روانې میاشتې (مارچ) په 11 خپله شپږ کلنۍ موده پوره کوي.

په کال 2018 کې چې کوم 52 سېنېټران منتخب شوي وو هغه به په 2024 کې خپله ټاکلې موده پوره کوي.

د قبايلي ضلعو په خېبرپښتونخوا کې د ورګډېدو وروسته به اوس دغلته څلور نور سېنېټران نه منتخب کيږي او پاتې څلور به چې د وړاندې نه منتخب شوي هغه به په 2024 کې ريټايرډ کيږي.

د پاکستان په سېنېټ کې د سېنېټرانو د انتخاب دپاره رايې يا ووټونه په پټه د پرچۍ د لارې ورکولی شي.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت د سېنېټ په انتخاباتو کې د ښکاره رايې ورکولو دپاره صدارتي حکمنامه (صدارتي رېفرنس) جاري کړی او سپريم کورټ ته يې د رایې اخستو دپاره وړلی وو.

مخالفه ګوندونه (اپوزيشن) د تحریک انصاف د حکومت په ښکاره د رايو ورکولو د عمل مخالفت کړی وو.

او د پاکستان د سپريم کورټ مشر قاضي (چيف جسټس) جسټس ګلزار احمد په مشرۍ د څلور کيسزه ججانو ډلې په (لمړي مارچ) په صدارتي رېفرنس خپله رایې اورولې او ویلي يې وو چې د سېنېټ انتخابات به د ايين د 226 مادې لاندې کولی شي او د سېنېټ په انتخاباتو کې به ووټونه په ښکاره نه شي ورکول کېدی.

XS
SM
MD
LG