لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرشنا کماري د پاکستان سېنېټ د هندو مذهب منونکي وړمبۍ غړي


کرشنا کماري د خپلې کورنۍ غړو سره

د هندو مذهب د اچوت څانگې کرشنا کماري د پاکستان پارلیمنټ د ایوان بالا یا د سنېټ د غړي په توگه سوگند پورته کړی دی. هغه وړمبۍ مېرمن ده چې دغه څوکۍ یې ترلاسه کړې ده.

مېرمن کماري ٣٩ کلنه ده، د پاکستان پیپلزپارټۍ سره تعلق لري او د انساني حقونو کارکونکي ده.

مېرمن کماري د سند صوبې د لرې پرتې او غربت ځپلې سيمې تهرپاکر اوسیدونکې ده.

د ١٦ کلنو په عمر کې یې واده شوی دی. د سند یو جاگیردار په بند کې یې سره د خپلې کورنۍ څو کلونه تېر کړې دي خو د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي دغه مشکلاتو د کرشنا کماري مخه ونه نیوله، هغې په عمرانیاتو یا سوشیالوجي کې اعلا تعلیم وکړو او د انساني حقونو د فعالې په توگه یې د ځان دپاره نوم پیدا کړو.

په کال ٢٠١٠ م کې مېرمن کماري په پاکستان پیپلز پارټۍ کې شامله شوه.

د هندو مذهب د ذاتونو په درجه بندۍ کې د اچوت طبقې خلک تر ټولو لاندې گڼل کیږي.

کله چې کرشنا کماري د سنېټ وړمبۍ غونډې دپاره ایوان ته داخله شوه نو نورو غړو چې زیاتره مسلمانان دي، تود هرکلی وویلو. دا په داسې حال کې چې په نژدې وختونو په پاکستان کې تندروه اسلامي وسلوالو ډلو مذهبي اقلیتونه د تشدد سره مخ کړې دي.

د پاکستان سنېټ او د پارلیمنټ لاندینې ایوان یا قامي اسمبلۍ ته د مذهبي اقلیتونو د سړو انتخاب خو عامه خبره ده او دا وړمبی ځل دی چې یوه مېرمن سنېټ ته رسیدلی ده.

د پاکستان د ٢٠٧ مېلین خلکو په ابادۍ کې د هندوانو شرح څلور فیصد ده.

د هندو مذهب منونکي گیله کوي د دوی په کلو او بانډو کې تندروه مسلمانان دوی په مذهب بدلو مجبورول کیږي. هم په دې سبب گڼ شمیر د هندو مذهب منونکي هندوستان په هجرت مجبور شوي دي.

د سنیټ دپاره بل لوې پرمختگ دا و چې په وړمبي ځل د ایوان مشر یا چیرمین د بلوچستان صوبې څخه منتخب شوی دی.

د چیرمین دپاره په انتخاباتو کې د بلوچستان صادق سنجراني د واک من پاکستان مسلم لیگ (ن) امیدوار راجه ظفرالحق ته ماتی ورکړو.

د ښاغلي سنجراني پلویان وايي د سنېټ د چیرمین په توگه د هغه انتخاب به بلوچستان کې د محرومۍ احساس څه لږ کم کړي. د بلوچستان ولس د ډیر وخت راهسې گیله کوي چې مرکزي حکومت یې د حقونو پام نه دی ساتلی، مرکزي حکومت د صوبې د قدرتي وسایلو نه گټه خو اخلي خو د صوبي د اقتصادي پرمختگ دپاره یې څه خاص گامونه نه دي پورته کړي.

خو ناقدین وايي صادق سنجراني د "اسټیبلشمنټ" تن دی. په پاکستان کې دغه اصطلاح د پوځ دپاره استعمالیږي.

XS
SM
MD
LG