لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سنیټ کمېټۍ په ډیره اسماعیل خان کې د پیغلې د بې عزته کیدو په اړه غونډه


د پاکستان د سېنټ د انساني حقونو کمېټي نن د شورو، چارشنبې، په ورځ د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان ضلع کې د یوې جینۍ د بې غزته کیدو په اړه غونډه کوي.

په غونډه کې به په ناقراره صوبه بلوچستان کې دانساني حقونو د سرغړؤنو دمخ په زیاتیدونکو پیښو هم غور کولی شي.

دعوامي نیشنل پارټۍ سنیټیرې ستاره ایاز وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ویلي چې دغه غونډه کې په به ډیره اسماعیل خان سیمه کې دیوې پیغلې د شوي سپکاوي معامله هم راپورته کولی شي.

په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا په ډي ایي خان سیمه کې دیوې پیغلې جینۍ دبرنډؤلو پیښې دخلکو سخت غبرګون راپارولی.

په خیبرپښتونخوا صوبه کې واکمن ګوند سره تعلق لرونکي دقامي اسمبلۍ غړي داور کنډي تور لګولی چې دصوبایي حکومت یو وزیر علي امین ګنډاپور په دغه پيښه کې دککړو کسانو د بچ کولو هڅې کوي.

خو علي امین ګنډاپور دغه تور رد کړی اؤ وایي ملزمانو سره یې هیڅ مرسته نه ده کړې.

په پاکستان کې د سړو بدل د ښځو نه د اخیستلو وړاندې هم پېښې شوي دي. په کال ٢٠٠٧ کې د پنجاب صوبې په میرواله کلي کې د پنچایت په فېصله گڼ شمیر سړو د مختارا مايي په نوم یوه مېرمن د جنسي زیاتي ښکار کړه. د هغې په ورور د کلې یوې بلې ښځې سره د تعلقاتو الزام لگول شوی و او مختارا مايي د ورور په ویل شوي مجرم کې د سزا ښکار شوه.

د سنېټ کمیټۍ د بلوچستان په تربت سیمه کې دمړو دموندلو اؤ دبشري حقونو په خراب صورتحال اندیښنې ښودلي اؤ د چهارشنبې په ورځ غونډه کې به دغه صورتحال هم غور کوي.

کمیټې دبلوچستان اؤ خیبرپښتونخوا لوړ پوړو حکومتي اؤ انتظامیي چارواکو ته ددغو پيښو د سپیناوي دپاره دکمیټۍ غونډې ته د وړاندې کیدو وینا هم کړې ده.

بلوچستان کې دخلکو په جبري توګه د پورته کولو اؤ بیا دهغوئ دمړو دموندنې پیښې د تیرو څو کلونو راهسې دوام لري اؤ بشري حقونو سازمانونه ددې پړه دهیواد په پوځي استخباراتي ادارو اچوي.

سترې محکمې هم پخپله یوه پریکړه کې دخلکو دبې درکه کولو دپیښو پړه په امنیتي ادارو اچولې خو دهیواد مرکزي اؤ صوبایي حکومتونه اؤ پوځ دغه تورونه ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG