لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سنېټ په سعودي عرب کې د پاکستاني پوځیانو په اړه پوښتنې راپورته کړې


د پاکستان د فاع وزیر خرم دستگیر

د پاکستان په سنېټ یا ایوان بالا کې په سعودي عرب کې د پاکستاني پوځیانو د پرځای کیدو په اړه پوښتنې راپورته شوي دي او د سنېټ چیرمن رضارباني ویلي د کومې معاهدې دلاندې چې سعودي عرب ته عسکر لیږل شوي د دی تفصیل څه دی؟

سنېټر رضارباني دا تپوس هم وکړو چې په سعودي عرب کې پاکستاني ځواکونه څه خدمات ترسره کوي؟

د سنېټ چیرمن رضارباني
د سنېټ چیرمن رضارباني

سنیټر رضا رباني وویل حکومت سعودي عرب ته پوځیانو د لیږلو په اړه د وزیراعظم په بیان هم تنقيد وکړو او وې ویل دغه بیان مناسب نه و.

د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستگیر سنېټ ته وویل دا وخت سعودي عرب ته ١٦٠٠ پاکستاني پوځیان لیږل شوي دي او په اینده څو میاشتو کې به ١٠٠٠ نور عسکر لیږل کیږي.

خرم دستگیر زیاته کړه چې د ترهگرۍ پرضد د سعودي ځواکونو د تربيي دپاره پاکستاني عسکر د سعودي عرب په بیلا بیلو برخو کې پرځای کړی شوي دي.

د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرل راحیل شریف د سعودي عرب په مشرۍ کې جوړ د سني اسلامي هېوادونو د ائتلافي ځواکونو مشر دی.

څیړونکي وايي د سني اسلامي هېوادونو د دغه ائتلاف بنیادي مقصد په منځني ختیځ کې د ایران د اغیز مخه نیول دي.

په پاکستان کې ځینې حلقو په سعودي ائتلاف کې د پاکستان د شمولیت مخالفت کړی دی په دې وجه چې ددې له امله به د هېواد دننه شیعه سني اختلاف نور هم زیات شي.

سنیټر فرحت الله بابر
سنیټر فرحت الله بابر

سعودي عرب ته د پاکستاني عسکرو په لیږلو د تشویش یوه وجه د یمن په خانه جنگۍ کې د سعودي عرب ککړتیا هم ده. سعودي ځواکونو د ډیر وخت راهسې د شیعه هوثي باغیانو خلاف بمباري پیل کړې ده.

د پاکستان پیپلزپارټۍ سنېټر فرحت الله بابر وویل چې داسې رپورټونه دې چې پاکستاني پوځیان به په سعودي عرب کې د یمن د سرحد سره پرځای کولی شي.

په دې اړه نور تفصیل په دې رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:51 0:00

XS
SM
MD
LG