لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پخواني وزیراعظم، شاهد خاقان عباسي، گاډی جرمانه شو


د پاکستان پخوانی وزیراعظم، شاهد خاقان عباسي
د پاکستان پخوانی وزیراعظم، شاهد خاقان عباسي

د پاکستان د پخوانی وزیراعظم، شاهد خاقان عباسي، موټر ودرول شوی او ډرائیور یې د تیز گاډي چلولو په سر ٧٥٠ روپۍ جرمانه شوی دی.

د پخواني وزیر اعظم موټر په لاهور ـ اسلام اباد موټروې د پولیسو لخوا هاغه وخت ودرول شو کله چې د رفتار معلومولو والا کیمرې کې گیر شو.

د پخواني وزیراعظم گاډې د هغه ډرائیور سید مقصود چلاوه، خو هغه ورسره شا ته ناست و او په اسلام آباد موټروې، راوي ټول پلازې باندې، د ټرېفیک قوانینو سرغړونې په سر، ٧٥٠ روپۍ جرمانه شو.

د پاکستان یوې ورځپاڼې ویلي چې د جرمانې وروستو، پولیسو د ښاغلي عباسي نه غوښتي چې د هغو سره یادگاري تصویرونه هم وباسي، چې هغه هم بیا منلې او ورسره یې تصویر ایستی دی.

د موټروې پولیسو له دې وړاندې د پاکستاني پارلیمان پخوانی سپیکر ایاز صادق هم په "اېم٢" موټروې د تیز گاډې چلولو په سر ٢٥٠٠ روپۍ جرمانه کړې و.

د پاکستان موټروې پولیس په سزاگانو او جرمانو کې د توپیر نه کولو لپاره یاد دې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG