لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: د نوازشریف حکومت د اقتصادي پرمختگ څه کوټلي تگ لاره نه لرله


د مۍ په ٢٥ مه نیټه د نوي بجټ د پیش کولو نه وړاندې د نواز شریف د حکومت د خزانې وزیر اسحاق ډار پاکستان د اقتصادې ترقۍ ډیر روښانه تصوریر وښودلو
د مۍ په ٢٥ مه نیټه د نوي بجټ د پیش کولو نه وړاندې د نواز شریف د حکومت د خزانې وزیر اسحاق ډار پاکستان د اقتصادې ترقۍ ډیر روښانه تصوریر وښودلو

د وزیراعظم نوازشریف په حکومت کې په پاکستان کې مواصلاتو د ترقۍ لوې لوې منصوبې شروع کړی شوي وې خو د توانای کمی پوره کولو دپاره يي څه کوټلي تگ لاره نه وه او حکومت قرضو دلارې د زرمبادله ذخایر ښه کړي وو. دا خبره اقتصادي ماهرین کوي.

د وي او ډیوه د روانو چارو پرگرام "هیلو وي او ای" کې د اقتصادیاتو ماهر محمد زبیر خان وویل د نواز شریف په وخت د پاکستان صادرات یا ایکسپورټس کم شوي وو او په امپورټس یا وارداتو کې په تاریخي کچه اضافه شوي وه. دا د هغه په وینا هیواد د معشیت دپاره د نقصان خبره وي.

هم دغه رنگ، محمد زبیر خان وویل د نوازشریف حکومت د بجلۍ د کمي پوره کولو دپاره هم څه د ذکر وړ کار وو نه کړی شو.

محمد زبیر خان په ورلډ بینک او په انټرنیشنل مانټري فنډ کې خدمات ترسره کړي دي او په موجوده وخت کې گڼ شمیر عالمي اقتصادي ادارو سره د مشاور په توگه کار کوي. ددې نه علاوه ښاغلی خان د پاکستان د تجارت وزیر هم و.

محمد زبیر خان وویل د نوازشریف حکومت د هیواد د زرمبادله په پنگه کې د اضافې خبره کوله خو هغه زیاته کړه چې حکومت دغه کار د خارجې او ملکي مالیاتي ادارو نه د قرضونو د لارې کړی و. محمد زبیرخان ددې مثال داسې ورکړو چې یو سړی په خپل بینک اکاونټ کې د قرض اخیستل شوي پیسې کښېدي او ځوي ته وايي مالي حالت "مو ښه شو."

د نوازشریف حکومت د مواصلاتو لوې لوې منصوبې شروع کړې و چې پکې د موټروی او میټرو بسونو چلول شامل وو خو د بې روزگارۍ او د گرانۍ ختمولو دپاره څه کوټلي منصوبې نه وې، دا خبره زلاکت خان ملک د وي او ای ډیوه په هم دغه هیلو وي او ای پروگرام کې وکړه چې محمد زبیر خان هم پکې ټیلي فون دلارې میلمه و.

د مۍ په ٢٥ مه نیټه د نوي بجټ د پیش کولو نه وړاندې د نواز شریف د حکومت د خزانې وزیر اسحاق ډار پاکستان د اقتصادې ترقۍ ډیر روښانه تصوریر وښودلو.

هغه وویل په مالی کال ٢٠١٦ او ٢٠١٧ م کې د پاکستان د جي ډي پي یا د اقتصادي ترقۍ شرح پنځه اشاریه دوه اته فیصد وه. په تیر شوي کال کې د ترقۍ دا شرح پنځه اشاریه اووه فیصد وه.

په یو خبري کانفرنس کې د پاکستان د اقتصاد جایزه پیش کولو په وخت اسحاق ډار وویل چې په قامي معیشت کې په واضح ډول پرمختگ شوی دی او په ټوله نړۍ کې پاکستان د اقتصادۍ ترقۍ ستاینه کیږي.

هغه وویل په تیرو لسو کلونو کې دا وړمبی ځل دی چې د جې ډي پي وده د پنځه فیصده نه پورته شوي ده.

هم دغه رنگ اسحاق ډار وویل پاکستان صنعتي ترقي هم کړې ده، په سرمایه کارۍ کې اضافه شوي ده او د تیر کال په مقابله کې په کال ٢٠١٦ او ٢٠١٦ کې په پاکستان کې د پنځه کرب نه زیاتو روپو سرمایه کاري وشوه. تیر کال د سرمایه کارۍ مالیت څلور اشاریه درې پنځه و چې د پرمختگ شرح يي د ١١ فیصد نه زیاته ده.

د نوازشریف حکومت به ویل چې د چین او د پاکستان ترمنځ اقتصادي راهداري به پاکستان کې د اقتصادي ترقۍ انقلاب راولي. خو خیبرپښتونخوا او بلوچستان وايي په دغه منصوبه کې ددوي د مفاداتو خیال نه دی ساتل شوي او محمد زبیر خان وايي سي پیک یوازې د چین منصوبه ده او په دې کې د نوازشریف د حکومت څه لاس نشته.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG