لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا د نوازشریف د زوال سبب پوځ سره د هغه اختلافات وو؟


 "د شریف او د پوځ ترمنځ بې اعتمادي پاکستان د عصري سیاست قیصه ده چې بیا بیا تکراریږي،" دا خبره څیړنکار ‏رضا رومي کوي. هغه وايي د نوازشریف او د پوځ ترمنځ د اختلافاتو بنیادي وجه د کشمیر په اړه د پاکستان تگ لاره ده
"د شریف او د پوځ ترمنځ بې اعتمادي پاکستان د عصري سیاست قیصه ده چې بیا بیا تکراریږي،" دا خبره څیړنکار ‏رضا رومي کوي. هغه وايي د نوازشریف او د پوځ ترمنځ د اختلافاتو بنیادي وجه د کشمیر په اړه د پاکستان تگ لاره ده

د پاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف اقتدار نه د لرې کیدو ورسته په وړمي ځل د شورو، چهارشنبې، په ورځ د زرگونو پلویانو په بدرکه کې د سرښار اسلام آباد نه خپل پلرني ښار او سیاسي مرکز لاهور په لوري روان شو.

څیړونکي وايي د نوازشریف لاریون یوازې د کور په لوري د هغه سفر نه دی بلکې هغه هغه قوتونو – پوځ او سپریم کورټ - ته خپل سیاسي طاقت او مقبولیت هم ښودل غواړي چې دی یې وزیراعظمۍ د منصب نه د خپل زوال سبب گڼي.

د پاکستان په سیاسي حالاتو نظر ساتونکي زیاتره څیړونکي په دې خبره متفق دي چې د پوځ او د نوازشریف ترمنځ اختلافات وس د راز خبره نه ده.

او عدليي ته د نوازشریف یا د هغه د پلویانو نظر هم د چا نه پټ نه دی.

په کال ١٩٩٧ کې د پاکستان مسلم لیگ (ن) په سلگونو کارکونکو په داسې حال کې په اسلام اباد کې د وزیراعظم د مغلیه طرز جوړ دفتر سره نژدې په سپریم کورټ په داسې حال کې حمله وکړه چې عدالت د نواز خلاف د توهین عدالت مقدمه اوریدله. نواز شریف په هغه وخت وزیراعظم و.

که یو خوا سپریم کورټ د پاناما لیکس په سر د نواز شریف د ناهله کولو فیصله وکړه.

نو بلخوا څیړونکي وايي د افغانستان او د هندوستان سره د ملگرتیا خواهش په سر پوځ د هغه نه خوا بده شوه.

حکومت څخه د نوازشریف د لرې کیدو په اړه د امریکې د اوکله هومه یونیورسټۍ استاز عاقل شاه په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې په خپله مقاله کې لیکلي د پوځ د رضا عکس د دواړو گاونډي هیوادونو سره د دوستۍ نه علاوه ویل کیږي چې نوازشریف غوښتل "انټرسروسز انټلیجنس (ايي ایس ایي) دې وسله وال د خارجه تگ لارې د آلې په توگه استعمال ختم کړي."

د وایس اف امریکا سره خبرو کې عاقل شاه وویل د خپل حکومت په شروع کې نوازشریف د افغانستان په داخلي چارو کې د لاس نه وهلو بیانونه ورکړي وو خو بیا د پوځ د فشار په وجه ددغه دریځ نه په شا شو.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د اکتوبر په میاشت کې په یو مضمون کې لیکلي و چې د نوازشریف د حکومت مامورینو په یوه غونډه کې پوځي افسرانو ته خبرداری کړی و چې یا خو دې د وسله والو خلاف اقدامات وکړي او یا په نړي واله کچه دې هیواد د تنها کیدو لپاره ځان تیار کړي.

"د شریف او د پوځ ترمنځ بې اعتمادي پاکستان د عصري سیاست قیصه ده چې بیا بیا تکراریږي،" دا خبره څیړنکار ‏رضا رومي کوي. هغه وايي د نوازشریف او د پوځ ترمنځ د اختلافاتو بنیادي وجه د کشمیر په اړه د پاکستان تگ لاره ده.

هندوستانۍ خبریاله برکها دت وايي نوازشریف په پوځ د سیاسي حکومت د بالادستۍ خواهش مند و.

په واشنگټن پوسټ وراځپاڼه کې په یو مضمون کې میرمن دت لیکي د کال ٢٠١٣ په انتخاباتو کې د گټي ورسته نواز "شریف ما ته وویل په پوځ د سیاسي حکومت برلاسی ضروري دی، مشر وزیراعظم دی د پوځ سرلښکر نا."

هم پوځ ددې بالادستي په وجه څیړونکي نه گڼي چې د نوازشریف د حکومت نه د لرې ورسته به هم گاونډي هیوادونو سره په تعلقاتو کې د سیاسي حکومت خبره ومنلی شي، که دغه هیواد افغانستان دی او که هندوستان.

"د پاکستان په خارجه تگ لاره به د (نواز) شریف د استعفا هیڅ اثر ونه غورځیږي ځکه چې په دې به د پوځ واک اختیار جاري وي،" په افغانستان کې د امریکې پخواني سفیر زلمی خلیلزاد په ټویټر یو پیغام کې لیکلي.

یادگیرنه: دا رپورټ د وي او ای د انگلش څانگې دپاره د وی او اشنا څانگې خبریالې نذرانه غفار لیکلی دی

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG