لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان په "بيګو" د غیر اخلاقي مواد د خپروولو الزام لګولی او د وډیو شریکولو دغه اېپ یې بند کړی


پي ټي ای ټک ټاک ته حتمي نوټس جاري کړی چې کمپني دې د سوشل مېډيا په دغو اپليکېشنز د پي ټي ای په وېنا د فحش او غېر اخلاقي مواد خورېدو مخه نيولو د پاره تګلاره جوړه کړي

پاکستان ټيلي کميونيکشن اتارټی پي ټي ای د سوشل ميډيا اپليکېشن بيګو باندې د غير اخلاقي موادو خپرولو الزام لګولی او بند کړی یې دی او ټک ټاک ته يي حتمي نوټس جاري کړی چې کمپني دې د سوشل مېډيا په دغو اپليکېشنز د پي ټي ای په وېنا د فحش او غېر اخلاقي مواد خورېدو مخه نيولو د پاره تګلاره جوړه کړي.

بلخوا په پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو فعالين وايي حکومت بايد دغو کمپنو سره خبرې اترې وکړي او په دې اړه باقاعده ضابطه اخلاق وټاکي چې دا ډول نه يوازي د خلکو نه د اظهار د ازادۍ حق وا نه خېستل شي بلکې د دوی په قول په دغه غېر اخلاقي موادو به قابو هم وموندل شي.
د پي ټي ای د دغې پرېکړې په اړه پېښور کې مېشت پښتونخوا کلچر اېنډ هريټيج کونسل سېکتر شکيل وحيد الله وي او ای ډيوه ته وويل د سوشل مېډيا په کوم اپلېکشنز چې د غېر اخلاقي مواو خپرولی شي نو د هغې مخه نېول پکار دي ځکه چې دې له امله د ټولنې په مجموعي ژوند خراب اثر پرېوزي۔

شکيل وحيدالله وايي: " چې کوم ځاۍ کې ولګر يا غېر اخلاقي شيان وي نو يقينان د دغو څيزونو مخنيوي په حکومتي سطح هم پکار دی او په سماجي سطح هم پکار دی ځکه چې د هغې په وجه مسلې ډېرې پېدا کېږي، لکه جنسي حراسمنټ هم دا څيزونه ډېر زيات پروموټ کوي"۔

د پاکستان ټيلي کمېونيکشن اتهارټي لخوا مطبوعاتو ته جاري شوي خبر کې وويل شوي چې ادارې ته د عام ولس له اړخه يو شمېر درخواستونه ترلاسه شوي چې بيګو او ټک ټاک اپليکشن باندې خورېدونکي غېر اخلاقي مواد په ټولنه او په خاصه توګه په ځوان کل غلط اثر پرېباسي او دا پرېکړه يي د پرېونشن اف الېکټرانک کرائمز اېکټ ترمخه کړېده۔

پېښور کې مېشت د ټولنيزو رسنيو فعال او د ډيجېټل مارکيټنګ کار پوهه محمد عزېر وايي چې په داسې ډول اپليکېشن په مکمله توګه بندېز لګولو سره د وېنا د ازادۍ حق متاثره کېدلی شي. هغه وايي د پاکستان حکومت باید د دغو کمپنو سره کښېي او د فخش او غېر اخلاقي موادو شريکولو د مخنيوي د پاره لارې چارې ولټوي.

هغه زياته کړه: " تقريبا هر يو پلېټ فارم باندې تاسو هرقسمه خبرې اپلوډ کولې شۍ خو بيا د هر پلېټ فارم خپل يو کميونټې سټنډرډز يا ګائيډلائنز دي کوم چې تاسو ته وايي چې تاسو کم ازکم داسې قسم خبرې نه شې کولې کومې چې د وېنا د ازادۍ نه باهر دي."

هغه وویل "زما په نظر کې د ټويټر، فېس بک يا د ټک ټاک بندول د دې حل نه دې خو حکومت ته پکار دي چې د دې پلېټ فارمز سره په يو پيج شي او چې د کميونټي ګائيډلاينز ورسره برابر کړي چې داسې ډول څيزونه نه پرېږدي"۔

نومورړي زياته کړه چې د سوشل مېډيا په دې اپليکيشنو پابندي لګولو سره هغه څوک د مالي زيان سره مخ کېدلې شي څوک چې يي د معاش ګټولو له پاره کاروي۔

په پېښور کې د سوشل مېډيا يو بل فعال شفيق ګيګيانې وايي چې ټک ټاک ځوانانو د پاره يو داسۍ پلېټ فارم ورکړې چرته چې هغوي د خپل فن او صلاحيتونو مظاهره په اسانۍ کولې شي، دې وايي بايد پي ټي ای او نور اړونده ادارې د هغو خلکو خلاف کاروايي وکړې څوک چې په دغه اپليکېشن غېر اخلاقي مواد اپلوډ کوي۔

نوموړي مخکي وويل: " ټک ټاک له ډرکه ورکول خه خبره نه ده، پکار دا ده چې کوم تن مواد اچوي پي ټي اې سره او چې کوم نورې ادارې دي نادره وغېره د هغې په مرستې سره دغه خلکو ته رسايي کېدلې شي او د هغو په ذريعه يي ګرفتارولې شي او هغوي بيا زمه وار ګرزولې شي"۔

کارپوهان وايي دا ړومبې ځل نه دې چې په پاکستان کې د انټرنټ د بېله بېلو اپليکېشنو بندولو غوښتنه شوې بلکه دې نه مخکې هم د مذهب د سپکوي د موادو په سر په کال ۲۰۰۸ کې د پاکستان مرکزي حکومت يوټيوب د ډيروخت له پاره بند کړی و، په پاکستان کې د بشري او د خبريالانو د حقونو تنظيمونه دا تور هم لګوي چې دلته ورځ تر ورځه د اظهار په ازادۍ او د هغې د لارو چارو په بندلو کار کېږي.

XS
SM
MD
LG