لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پنجاب صوبې گورنر وژل شوی


دکورنيو چارو وزير رحمان ملک ويلي چې دډزې کوونکي تن تعلق دايليټ فورس سره ؤ او هغه دناموس رسالت قانون په توهين سلمان تاثير وژلى دى.
دکورنيو چارو وزير رحمان ملک ويلي چې دډزې کوونکي تن تعلق دايليټ فورس سره ؤ او هغه دناموس رسالت قانون په توهين سلمان تاثير وژلى دى.

د پنجاب گورنر سلمان تاثير د پاکستان پايتخت اسلام اباد کې په قاتلانه حمله کې وژل شوى دى.
د سرچينو له مخې داسلام اباد په سيکټر ايف 6 کوهسار مارکيټ کې په گورنر تاثير خپل ساتونکي ناتاره ډزې وکړې چې له امله يې هغه په موقعه ساه ورکړه.
دگورنر سلمان تاثير دوژلو وروستو دهغه ساتونکى په موقعه نيول شوى.
دهغه ساتونکي بيان ورکړى دى چې سلمان تاثير يې له دې امله وژلى چې هغه دناموس رسالت قانون ته تور قانون وئيلى ؤ.
چارواکي وائي دپنجاب گورنر سلمان تاثير چې کله په اسلام اباد کې دخپل کور څخه دراوتلو وروستو کوهسار مارکيټ ته ورسيدو نو خپل ساتونکي پرې ناتاره ډزې پيل کړې.
چارواکي زياتوي چې ساتونکي سلمان تاثير په سينه 9 ډزه ويشتلى چې له دې وروستو هغه په مرگونى حالت کې داسلام اباد يو کلينک ته منتقل کړى شو خو هغه دزخمونو تاب رانۀ وړو او ساه يې ورکړه.
دډزې کوونکي گارډ تعلق دايلټ فورس سره ښودلى شي چې هغه په موقعه نيول شوى دى.
دعيني شاهدانو وينا ده چې گورنر په گاډي کې موجود ؤ او هغه يونيفارم اغوستى ؤ.
دپوليسو يو مشر محمد افتخار په دغه حقله وويل دبريد وروستو دامنيتي ځواکونو په ځوابي کارروايۍ کې 5 کسان ژوبل شوي هم دي.
يو بل پوليس مشر حسين اقبال وويل هغوي ته عيني شاهدانو وئيلي دي چې کله گورنر تاثير دخپل گاډي څخه بهر راوتلو، دهغه دساتونکو څخه يو په هغه دوه ډزې وکړې، گورنر لاندې پريوتو او نورو پوليسو په بريدکوونکي ډزې پيل کړې.

دپيښې پځايې کې ميډيا سره خبرو کې دکورنيو چارو وزير رحمان ملک هم دهغه دوژنې پخلى وکړو او وې ويل چې دډزې کوونکي تن تعلق دايليټ فورس سره ؤ او هغه دناموس رسالت قانون په توهين سلمان تاثير وژلى دى.

رحمان ملک وويل دايليټ فورس نور چارواکي هم نيول شوي او پلټنې ترې روانې دي او ددې خبرې معلومولو کوشش کول شي چې ايا بريدکوونکي په شخصي توگه دغه گام پورته کړى او يا ورته چا ددغسې کولو وينا کړې وه.رحمان ملک وئیلې نیول شوې پولیس چارواکې تحقیقات کونکو ته وئیلې په گورنر حمله د هغه ذاتي فعل دی او حمله يي ځکه کړې چې سلمان تاثیر د توهین رسالت قانون ته تور قانون وئیلی ؤ.
د سلمان تاثیر وژنه په داسې وخت کې رامنځته شوې ده چې د پاکستان مرکزي حکومت د سیاسي کړکیچ سره مخامخ دی.
کتنه به دا وي چې د پاکستان په موجوده ناقراره سیاسې وضع باندې د پیښې څه قسمه اثرات رامنځته کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG