لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کورنیو چارو وزیر د سوشل میډیا د کلکې څارنې غوښتنه کړي د


د پاکستان د داخله چارو وزیر احسن اقبال
د پاکستان د داخله چارو وزیر احسن اقبال

د پاکستان د کورونیو چارو وفاقي وزير احسن اقبال د ترهګرۍ ضد ادارې نيکټا ته امر کړی چې د نتد دوۍ خلاف د قامي بيانې د جوړولو دپاره دې په سملاسي ډول يوه کوټلې تګ لاره مخې ته راوړي .

د ګل په ورځ اسلام اباد کښې د ترهګرې ضد ادارې نيکټا يوې غونډې ته د وينا پر مهال احسن اقبال وویل د سماجي رابطو په ويب پاڼو د تند رويه ډلو د هلوځلو مناسب څارنه کول پکار ده. هغه وویل داسې عناصر د کرکې ډک پيغامونو خورولو دپاره د سماجي رابطو ويب پاڼې کاروي .

ښاغلي مرکزي تحقيقاتي ادارې ايف اي ای ته امر وکړو چې په سوشل ميډيا د جعلي او د دروغو په خبرونوقابو موندولو کښې چټک کردار ولوبوي.

د هېواد سياسي او عسکري مشران هم واي چې تندروه او ترهګر عناصر د خلقو ځان ته د راړولو دپاره انټر نيټ کاروي او هدف یې ځوان کول وي.

هېواد کښې سږکال په ځانګړي ډول داسې ګامونه په ليدو کښې راغلي چې په کښې د سوشل ميډيا د کارونکو سخته څارنه کيدله او په انټر نيت د جرمونو د مخنوي دپاره د سايبر کرايم قانون هم جوړ کړې شويدے.

پاکستان کښې د سوشل ميډيا د صارفينو د حقونو دپاره کار کوونکې غير دولتي سازمان ميډيا ميټرز ډايريکټر اسد بيګ واي د سوشل ميډيا د لارې د تره ګرو لخوا د خلقو بهرتي کيدل يوه مهمه مسله ده او دا جدي ګامونو ته اړتيا لري .

ډيوه ریډيو سره خبرو کښې نوم وړې وويل د سوشل ميډيا د ټولو پليټ فارمونو څارنه کول به يو ګران کار وي او ناممکن ده چې د ترهګرو درک ولګولې شي .

دې وايي پکار ده چې يو متبادل ان لاين بيانيه راوړل شي چې په کښې د خلقو بهرتي کول د رياست او انسانيت ضد عمل وګرځي.

د پيښور پوهنتون پخوانې وايس چانسلر او د دين عالم ډاکټر قبله اياز وايي د تند روۍ ضد بيانيې پرځاي د متبادل مفکورې ضرورت دی.

دغه بيانيه بايد چې په قران ولاړوي.

د جهاد په حقله د قران د اياتونو داسې تشريح پکار ده چې ترمخه یې د جهاد اعلان او د طاقت استعمال د رياست زمه واري وي. او په ملکي نصاب کښې هم دغه متبادل مفکوره شامله شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG