لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د جنوبي افریقې نه د کرکټ ټېسټ سېريز وګلټو


د کال ۲۰۰۳ نه پس دا لومړی ځل دی چې پاکستان جنوبي افریقې ته په ټېسټ سیریز کې ماتی ورکړو

پاکستان په راولپنډۍ کې د جنوبي افریقې د کرکټ لوبډلې ته په ۹۵ رنز ماتی ورکړو او د دوو مېچونو سیریز یې د صفر په مقابله کې په دوو مېچونو وګټلو.

د کال ۲۰۰۳ نه پس دا لومړی ځل دی چې پاکستان جنوبي افریقې ته په ټېسټ سیریز کې ماتی ورکړو.

د ګل دوشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د دویم ټېسټ په پنځمې او اخیرۍ ورځ د جنوبي افریقي ټیم د ۳۷۰ رنز هدف په تعقب ګې په ۲۷۴ رنز اوټ شو.

د پاکستان حسن په دویم اننګز کې پنځه، شاه افریدي څلور او یاسر شاه یو وکټ ترلاسه کړه. حسن علي چې په تېسټ کې يې په مجموعي توګه ۱۰ وکټې ترلاسه کړې، مېن اف دي مېچ یا د مېچ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د جنوبي افریقي اوپننګ بېټسمېن ایډن ماکرم د پاکستاني بالرو تر حد پورې مزاحمت وکړو او د دریو شپیږو او د ۱۳ څلوریزو په مدد یې ۱۰۰ رنز وکړل.

پاکستان په خپل لومړي اننګزې کې ۲۷۲ او په دویم اننګزې کې ۲۹۸ رنز جوړ کړي وو. د جنوبي افریقې ټیم په لومړي اننګز کې په ۲۰۱ رنز اوټ شوی و.

په دویم اننګز کې جنوبي افریقي ته د ګټي دپاره د ۳۷۰ رنز هدف ته رسېدل وو خو ټیم یې په ۲۷۰ رنز اوټ شو.

د وي او ای اردو څانګه په خپل رپورټ کې وايي چې د جنوبي افریقي نه د تېسټ سیریز ګټلو وروسته به کې د ايي سي سي په ټېسټ چېمپین شپ فهرست کې پاکستان د اوومې نه پنځمې درجې او جنوبي افریقا به د پنځمې نه شپږمې درجې ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG