لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان مرکزي وزیر په لال کلا د پاکستان بېرغ او شهادت غواړي


د پاکستان په مرکزي کابېنه کې د پارلیماني چارو وزیر علي محمد خان په یو ویډیو پېغام کې هند ته خبردارې ورکړی که په پاکستان يې حمله وکړه نو د ډيلي په لال کلا به د پاکستان بېرغ ودروي.

نوموړي وزیر د فرورۍ په ۱۹مه نېټه په خپل ټوېټر باندې ورکړل شوي ویډیو کې د قران ایتونه او د اردو شعرونه وايي او زیاتوي شهادت يې مقصد دی.

علي محمد خان په یو ډیر جذباتي انداز کې د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه ته نېغ په نېغه وايیچې هغه او د هغه په شان په کروړنو ځوانان يې پرشا ولاړ دي او که وخت راغی نو د پوځ نه په جګړه کې مخکې وي.

په ویډیو کې ښودل کیږي چې د پاکستا مرکزي وزیر په لاره روان دی، کېمرې ته کم او ګیر چاپېره غلی غلی ګوري او وايي که هند جګړه پېل کړه نو هندوستان به په ۱۰۰۰ ټوټو کې تقسیم کړي. او وايي د واهګه په پوله به د پاکستان د پوځ نه مخکې ډز ته ولاړ وي.

د هند او پاکستان تر منځ د روان کړکېچ زیاتیدو سره جنګي جنون د سوشل میډیا، په لارو کوڅو کې د تندو خبرو او ځېنو ځایونو کې د وړو وړو احتجاجونو د کابېنې غړو ته هم خور شوی دی.

د پاکستاني وزیر د ویډیو وړاندې د هند د ابو د وسیلو وزیر نتین ګدکاري د پلوامه پېښې وروسته ویلي وو د هند حکومت فیصله کړې ده چې په پاکستان به د خپلې برخې اوبه بندوي.

ښاغلي ګدکاري په یوه ټویټ کې ویلي، "زموږ حکومت پرېکړه کړې ده چې پاکستان ته زموږ بهېدونکې اوبه به وتړي. موږ به د ختیځو سیندونو اوبه په کشمیر او هندي پنجاب کې خپلو خلکو ته را واړوو".

علي محمد خان د پښتونخوا د مردان سېمې نه د قامی اسمبلۍ لپاره د تحریک انصاف په ټکټ دوه وارې غړی منتخب شوی.

په ورستي ځل د منتخب کیدو وروسته نوموړی د وزیراعظم عمران خان د مرکزي کابېنې غړی جوړ شوی او د پارلیماني چارو وزارت ورسره دی.

علي محمد خان د تحریک انصاف په زړو مشرانو کې نه شمارل کیږي او د ګوند د ډیرو نورو ځايي او قامي مشرانو په شان هغه وخت په تحریک انصاف کې شامل شو کله چې د دغه ګوند د مشر عمران خان مقبولیت زیات شو.

د تحریک انصاف نه وړاندې نوموړی د ښي اړخه مذهبي ډلې پاسبان غړی وو. پاکستان کې پاسبان تنظیم په سیاسي توګه د مذهبي سیاسي دلې جماعت اسلامي یوه څانګه ده. د دې تنظیم غړي اکثره په هیواد کې دننه د منتخب سیاسي حکومتونو، هند، امریکا او د موسیقۍ یا کلتوري غونډو پرضد په احتجاجونو لیدل کیږي.

د ښاغلي خان ټوېټ ته په ځواب کې تر اوسه د ۱۰۰۰ نه زیاتو خلکو کمنټونه لیکلي دي. ځېنو د ده جذبه ستايلی ده او ځېنو نورو بیا ویلي چې د شهادت نه ټوقه جوړه شوې ده.

XS
SM
MD
LG