لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ به د آسیې بي بي د ازادولو فیصلې ته بیا کتنه کوي


د سپریم کورټ په فېصله د سخت دریځه مذهبي ډلو پلویانو د پاکستان په مختلفو ښارونو کې پرتشدد احتجاجونه وکړل
د سپریم کورټ په فېصله د سخت دریځه مذهبي ډلو پلویانو د پاکستان په مختلفو ښارونو کې پرتشدد احتجاجونه وکړل

د پاکستان سپریم کورټ ویلي خپلې هغې فېصلې ته به بیا کتنه کوي چې ترمخه یې د عیسايي مېرمنې اسیه بي بي د مرگ سزا ختمه کړی شوې ده. آسیه بي بي ته د مذهب د سپکاوي په الزام د مرگ سزا اورول شوې وه.

سپریم کورټ به په خپله فېصله د نظرثانۍ د مقدمې اورونه د ٢٩ جنورۍ نه پېل کوي.

د تېر کال د اکتوبر په ٣٠ نېټه سپریم کورټ د دوو لاندني عدالتونو هغه فېصلې رد کړې چې د مذهب د سپکاوې په تور یې د عیسايي مذهب منونکي آسیه بي بي ته د مرگ سزا اورولې وه. سپریم کورټ د آسیه بي بي د ازادوولو امر هم وکړو.

د سپریم کورټ په فېصله د سخت دریځه مذهبي ډلو پلویانو د پاکستان په مختلفو ښارونو کې پرتشدد احتجاجونه وکړل.

وروسته قارې عبدالسلام نومې تن د سپرېم کورټ نه خواست وکړو چې په خپله فېصله دې نظر ثاني وکړي.

دغه خواست کښې راپورته کړې شوې اعترضونو ترمخه د سپرېم کورټ ٣٠ اکتوبر فېصله پاکستان کښې د عدالتې معېار او مذهب د سپکاوې قانون په ضد ګرځولې شوي.

درخواست کوونکې د عدالت څخه دا هم غوښتي چې د آسېه بي بي نوم دې د سفري بندېزونو نوملړ کښې شامل کړی شي او د سپریم کورټ فېصلې ته د بیا کتنې په بېنچ یا ډله کې دې د شرعې عدالت قاضي ته هم ځای ورکړی شي.

اعلې عدالت خواست د اورېدنې لپاره منظور کړی او د جسټس آصف کهوسه په مشرۍ کښې درې کسېزه بېنچ به د دې مېاشت د ٢٩ نېټې نه د دې اورېدنه پېل کوي.

وتلی قانون پوهه قاضې انور وايي هر موکل حق لري چې سپریم کورټ ته خپلې فېصلې خلاف د بیا کتنې خواست وکړي خو عدالتې تارېخ ښاې چې عدالت د بېاکتنې په خواست خپله ړومبې فېصله ډېره په ګرانه بېرته اخلي او یا یې بدله کړي.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کښې قاضې انور وویل چې دا د درخواست کوونکې او عدالت ترمېنځه نېغ په نېغه معامله وي او دواړو ډلو ته به خپل خپل درېځ مستند ثابتوول وي.

د آسیه بي بي د خوشې کوولو د پرېکړې په ضد د تحرېک لبېک ډلې په غږ د پارېدلې احتجاجونو له کبله ټول هېواد د دریو ورځو پورې په ټپه ولاړ و.

دغه وخت رامېنځ ته شوې د تشدد خونړې پېښو کښې ېو شمېر تنان مړه او په لوېه شمېره کښې ژوبل شوې وو او د عام ولس او حکومتې ودانیو ته د اربونو روپو زېان اوړېدلی و.

په اسلام اباد کې د تحریک لبېک احتجاجي پرلت د ختمولو دپاره حکومت د تنظیم سره لوظنامه کښې ومنله چې د آسیه بې بې د خوشې کوولوو د سپریم کورټ پرېکړې د بیا کتنې په مقدمه کې به حکومت فریق نه جوړیږي.

په پاکستان کښې د مذهب په سپکاوې تورنو د عېساېانو د قانونې مرستې لپاره جوړ د یو غېر دولتې تنظیم مشر جوزف فرانسس وايي امید لري چې دا به هم سپریم کورټ خپله فېصله پرځای وساتي.

جوزف فرانسس وي او ای ډیوه ته وویل دوی باور لرې چې آسېه بي بي بې ګناه ده او چې کله د بیا کتنې فېصله هم د هغې په حق راشې نو باید چې د پاکستان حکومت ورته د هېواد نه د بهر تلو اجازه ورکړي ځکه چې پاکستان کښې د هغې ژوند ته خطر دی.

د پاکستان حکومت پخلې کوې چې اسېه بي بي د خوشې کېدلو وروسته په محفوظ ځای کی ده.

د پاکستان حکومت امن او امان ته د نقصان رسوولو په تور د تحرېک لبېک د ١٥٠٠ نه د زیاتو کارکنانو په ضد کاروايي کړې او د تحرېک مشر خادم رضوې هم دا وخت بندېوان دی.

د بشري حقونو تنظیمونه په پاکستان نیوکې کوي چې د اقلیتونو د حقونو په تحفظ کې د ناکامۍ سره مخامخ دی. دغه تنظیمونه د پاکستان دا غوښتنه هم کوي چې د مذهب د سپکاوي قانون دې ختم کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG