لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ دا خواست ردکړو چې د امریکايي خبریال په قتل کې د ملزمانو د بري کېدو فېصله دې وځنډول شي


د سند هايي کورټ سږ کال د اپرېل په میاشت کې د امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ جرنل خبریال ډېنیل پرل د وژنې په لړ کې د سزا شویو څلورو کسانو اپېلونه منظور کړل او د هغوی د بري کوولو فیصله یې وکړه او د بل مرکزي ملزم احمد عمر سعید شیخ د مرګ سزا یې په عمر قېد کې بدله کړه
د سند هايي کورټ سږ کال د اپرېل په میاشت کې د امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ جرنل خبریال ډېنیل پرل د وژنې په لړ کې د سزا شویو څلورو کسانو اپېلونه منظور کړل او د هغوی د بري کوولو فیصله یې وکړه او د بل مرکزي ملزم احمد عمر سعید شیخ د مرګ سزا یې په عمر قېد کې بدله کړه

د پاکستان سپریم کورټ د سند حکومت دا خواست رد کړو چې د امریکايي خبریال ډېنیل پرل په قتل کې د نیول شویو کسانو د بري کېدو فېصله دې وځنډول شي.

د سند هايي کورټ سږ کال د اپرېل په میاشت کې د امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ جرنل خبریال ډېنیل پرل د وژنې په لړ کې د سزا شویو څلورو کسانو اپېلونه منظور کړل او د هغوی د بري کوولو فیصله یې وکړه او د بل مرکزي ملزم احمد عمر سعید شیخ د مرګ سزا یې په عمر قېد کې بدله کړه.

ډېنیل پرل په کال ۲۰۰۲ کې په کراچۍ کې په مبینه توګه تښتول شوی او بیا قتل کړی شو.

د امریکې خارجه وزارت د ډېنیل پرل په قتل کې د ملزمانو د سزاګانو ختمېدو غندنه وکړه او د امریکې خارجه وزارت وویل دغه فیصله د ترهګرۍ ښکار د کورنیو سپکاوی دی.

د سند حکومت د هايي کورټ فیصله په سپریم کورټ کې چېلنج کړه.

د وي او ای اردو څانګې ترمخه د ګل، دوشنبې، په ورځ د سند حکومت په اپیل اورونه د سپریم کورټ درې کسیزه ډلې وکړه.

د سند حکومت وکیل عدالت ته وویل د ډېنیل پرل په قتل کې نیول شوي ملزمان نړیوال ترهګرد دي چې یو پکې په هندوستان او بل پکې په افغانستان کې د وسله والو ډلو سره کار کړی دی او که چېرې دوی ازاد کړی شول نو سنګېنې نتیجې به یې مخې ته راشي.

د ارونې په مهال د سپریم کورټ جسټس مشیر عالم وویل د هايي کورټ فیصله په کوټلي سبب او یا د کومې قانوني نیمګړتیا په بنیاد مسترد کېدلی شي.

سپریم کورټ د پرل په قتل کې د ملزمانو د بري کېدو د فېصلې ځنډولو خواست رد کړو او په سپټمبر کې د مقدمې د اورېدنې نېټه وټاکله.

د ډېنیل پرل د قتل په اړه د مقدمې په باره کې د سپریم کورټ بار اېسوسي اېشن پخواني مشر امان الله کنراني د وي او ای اردو څانګې ته وویل هايي کورټ د مقدمې په قانوني او نورو نقاطو خبرې کړي خو دا خبره یې منلې چې جرم شوی دی.

د سند حکومت فاروق ایچ نایک سپریم کورټ ته وویل چې د هايي کورټ د برې کوولو د فېصلې وروسته د پرل په قتل کې ملزمان د امن او امان پرځای ساتلو دپاره قانون لاندې بند ساتلي دي چې ترمخه یې حکومت د یو محدود وخت پورې کوم تن بند ساتلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG