لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: د سپریم کورټ په مشر قاضي د ضوابطو د خلاف ورزۍ تور لگول شوی


سپریم کورټ تیر کال نوازشریف د وزیراعظمۍ دپاره نااهله وټاکلو او هغه د څوکۍ نه ښکته شو. سپریم کورټ دا فېصله هم کړې ده چې نوازشریف د پاکستان مسلم لیگ (ن) د مشرۍ دپاره هم نااهله دی

د کوهاټ د عدالت یو جج د پاکستان د سپریم کورټ په مشر قاضي جسټس ثاقب نثار د ضوابطو د خلاف ورزۍ تور لگولی دی او په خپل شکایت کې یې لیکلي چې ښاغلی ثاقب نثار دې د سیاست مدار په رنگ د خلکو د خوراک څښاک د فکر پرځای توجه په عدلیه کې اصلاحاتو ته ورکړي.

د پاکستان ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه د شورو، چارشنبې، په ورځ په خپل یو رپورټ کې لیکلي چې د کوهاټ ډسټرکټ اینډ سیشنز جج احمد سلطان ترین د جسټس ثاقب نثار خلاف د پاکستان سپریم جوډیشل کاونسل نومې حکومتي ادارې ته شکایت لیږلی دی. دغه حکومتي اداره د اعلا عدليي د ججانو خلاف د شکیتونو د اوردیدلو او د انتظامي کاروايي آئیني اختیار لري.

د جسټس نثار خلاف د شکایت رپورټ په داسې وخت مخې ته راغلی چې د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف یو یوارې بیا د سپریم کورټ په چلند تنقید کړی دی او په ښاغلی ثاقب نثار یې د خپل سياسي حریف او د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د طرفدارۍ الزام لگولی دی.

سپریم کورټ تیر کال نوازشریف د وزیراعظمۍ دپاره نااهله وټاکلو او هغه د څوکۍ نه ښکته شو. سپریم کورټ دا فېصله هم کړې ده چې نوازشریف د پاکستان مسلم لیگ (ن) د مشرۍ دپاره هم نااهله دی.

د شورو، چارشنبې، په ورځ نوازشریف په ثاقب نثار خپل تنقید تکرار کړو او وې یې ویل چې د سپریم کورټ مشر جج په د هېواد په سیاسي چارو کې لاس وهنه کوي.

په احتساب عدالت کې د حاضرۍ ورسته نوازشریف خبریالانو ته وویل د عمران خلاف سپریم کورټ ته مقدمه وړل شوي وه چې د اسلام آباد سره نژدې د هغه کور په غیرقانوني توگه جوړ شوي دی. خو پخواني وزیراعظم زیاته کړه چې د عمران خالف د گام پرځای سپریم کورټ د هغه په حق کې فیصله وکړه.

نواز شریف وویل چې په عدالتونو کې په لکونو مقدمې د اورونو او د فېصلو په انتظار پرتې دې خو جسټس نثار د دې پرځای خپل پام په بازارانو کې د خوراکې شیانو نرخونو ته اړولی دی.

وتلي قانونو پوهه او د سپریم کورټ وکیل لطیف افریدی وي او ای ډیوه ته وایي چې د حکومت او د عدليي ترمنځ او خپله د عدليي دننه تاؤ تریخوالی د ملک په گټه نه دي.

ښاغلي افریدی وايي داسې هم ویل کیږي عدليي د حکومت سره موجوده کړن لاره د په وینا خپله کړې ده.

لطیف افریدي وايي "دا وخت مونږ داسې اوریدلې دي، دروغ به گردن راوي، چې جرنیلان وايي مونږ مارشل لا نشو لگولی یا اقتدار نشو اخیستی مونږ به خپل ټول کارونه د عدليي په زریعه کوو، نو که هغه د نوازشریف وتل وو که اوس نور ځینې کارونه د هغوي وي."

لطیف افریدي وايي داهسې هم ویل کیږي چې "چیف جسټس یا د سپریم کورټ ځینې ججان په خپلو منځ کې د یو بل احترام نه کۍ."

جسټس ثاقب نثار په حکومتی چارو کې د لاس وهنې خبره ردوي. د عرب نیوز ورځپاڼې د دې میاشت د یو رپورټ ترمخه، جسټس نثار وویل د حکومت په انتظامي چارو کې د خرابو حالاتو په وجه سپریم کورټ په مداخلت مجبوریږي.

د سپریم کورټ مشر د ججانو په اړه د شکایتونو د اوریدلو ادارې سپریم جوډیشل کاونسل مشر هم وي. که چېرې د کوهاټ جج په حقیقت کې د جسټس نثار خلاف کاونسل ته شکایت لیږلی وي، نو کتنه به دا وي چې په دې څه قسمه گام اخیستل کیږي.

XS
SM
MD
LG