لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د سپریم کورټ مشر قاضي ولې د ښځو سکرټ یاد کړی؟


د سپریم کورټ مشر قاضي د خپلې عهدې سوگند پورته کوي
د سپریم کورټ مشر قاضي د خپلې عهدې سوگند پورته کوي

د پاکستان د سپریم کورټ مشر قاضي یا چیف جسټس ثاقب نثار د ښه تقریر تشبیح د ښځو د سکرټ سره کولو په سر د مېرمنو قهر راپارولی او د ښځو د حقونو دپاره کارکونکو او ښځینه وکیلانو د هغه نه غوښتنه کړې چې په خپل قول بخښنه وغواړي.

د وي او ای د اردو څانگې د رپورټ ترمخه، دا میاشت په کارچۍ کې د قانون پوهانو یوې غونډې ته وینا کې ثاقب نثار د تقریر یا وینا په اړه د برطانيي د پخواني وزیراعظم وېنسټن چرچل یو مثال وړاندې کړو چې چرچل ویلي وو تقریر لکه د ښځو د سکرټ نه خو دومره اوږد پکار دی چې دلچسپي پکې ختمه شي او نه هم تقریر لکه د سکرټ دومره لنډ پکار دی چې په معنا یې هم څوک پوه نشي.

په کراچۍ کې د ښځو د حقونو یوې ټولنې، ویمن ایکشن فورم، ثاقب نثار ته یو پرانیستی لیک لېږلی او ورته لیکلي یې دي چې پخپله وینا یې د ښځو برابري تر پښو لاندې کړې او د هغوی سپکاوی یې کړی دی نو ځکه دې د پاکستان له ښځو بخښنه وغواړي.

سکرټ د مېرمنو د غربي لباس برخه ده چې د پتلون پرځای اغوستل کیږي. اوږد سکرټ ټولې پښې پټوي خو لنډ سرکټ لکه د جانگي د پتون پورته برخه څرگندوي. په افغانستان کې سکرټ ته ځینې ښځې (دامن یا لمن) کلمه هم کاروي.

د ښځو د حقونو ټولنې په لیک کې دا هم ورته لیکلي، چې د ستر عدالت قاضي دې پر دې هم اعتراف وکړي، چې د قانون په څانګه او عدلیه کې له ښځو سره جنسي توپیر کېږي او شمېر یې تر اړتیا کم دی او په دغو برخو کې دي د ښځو لپاره د داسې چاپېریال غم وخوري چې دوی پکې نه ځورول کېږي.

د ښځو د حقونو لپاره د کارکوونکې ټولنې په شمول د ښځینه وکیلانو یوې ټولنې هم د قاضي نثار پر خبره خفګان څرګند کړی دی او ویلي یې دي چې د هېواد د تر ټولو لوی عدالت د قاضي دا ډول خبرې د ښځو زړونه مات کړل.

د مېرمنو د حقونو دپاره کارکونکي طاهره عبدالله د نهې، سه شنبې، په ورځ وي او ای اردو څانگې ته وویل که چرې ثاقب نثار خپله خبره د مزاح دپاره هم کړې وي نو د ښځو زړونه یې ازار کړې دي. میرمن عبدالله وویل ممکنه ده چې د چرچل په وختونو کې دغه وینا د خندا خبره وه او په موجوده وخت کې ښه نه گڼل کیږي.

د قاضي نثار خبره چې تر ټولنیزو رسنیو ورسېده، نو د وینا ویډیو یې د خلکو تر منځ تود بحث پیل کړ او ډېرو کسانو غوښتنه وکړه چې هغه دې پر خپله له سپکاوي ډکه خبره بخښنه وغواړي. د ښځو یوې ښي لاسې سیاسي ټولنې (ویمن ډیموکرېټک فرنټ) پر خپله ټویټر پاڼه د قاضي نثار وینا په کلکو ټکو غندلې ده:

"د سپریم کورټ د مشر قاضي لپاره دا ډېره د شرم خبره ده چې د ښځو لپاره داسې ژبه کاروي او په داسې انداز د هغوی جامې یادوي"

په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې ثاقب نثار د هغه په وینا راپورته شوي لانجې په اړه څه ویلي دي او که نا؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG