لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سپریم کورټ ١۴ ؤ کسانو ته د پوځي عدالت د عمرقید سزاگانې وځنډولې


په اسلام اباد کې د پاکستان سپریم کورټ وداني

د پاکستان سپریم کورټ د یو پوځي عدالت هغه فېصله وځنډوله چې پکې یې ١۴ ؤ کسانو ته د عمر قید سزاگانې اورولې وې.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ترمخه، د سپریم کورټ د دریو ججانو ډلې د نهې، سه شنبې، په ورځ د پنجاب هايي کورټ د فېصلې خلاف د دغه ١۴ ؤ کسانو اپېل د اوریدنې دپاره منظور کړو او دوي ته د عمرقید سزا باندې عملداري یې وځنډوله.

پوځي عدالت دغه ١۴ ؤ کسانو ته په کال ٢٠٠٥م کې په گلگت کې په رینجرز ځواکونو د ډزو په سر د عمر قید سزاگانې اورولي وې. په حمله کې د رینجرز دوه عسکر وژل شوي دي.

د پوځي عدالت د فېصلې پرضد دغه کسانو په هايي کورټ کې اپیل وکړو. هايي کورټ هم ددوي سزا پرځای وساتله.

سزا شوو کسانو اوس سپریم کورټ ته اپیل کړی دی چې د نهې، سه شنبې، په ورځ د اوریدنې دپاره منظور شو.

ډان ورځپاڼې دا نه دي ویلي چې د اپیل باقاعده اورونه به کله شورو کیږي.

پاکستان د ترهگرۍ د مخنیوي دپاره پوځي عدالتونه قایم کړې دي خو ځینې څیړونکې وايي پوځي عدالتونه د انصاف ټولې تقاضې نه پوره کوي او ملزماتو ته پکې د خپلې صفايي سمه موقع نه ورکړی کیږي.

XS
SM
MD
LG