لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې جگړه، ١ عسکر، ۴ طالبان وژل شوي


د حکومتي دعوو پرته هم سوات کې گڼ شمیر هغه خلک چې سیمه کې د وسله والو طالبانو مخالف وو، په هدفي حملو کې په نخښه کړې شوي دي چې څیړونکې يي سیمه کې د طالبانو د نفوذ ثبوت گرځوي
د حکومتي دعوو پرته هم سوات کې گڼ شمیر هغه خلک چې سیمه کې د وسله والو طالبانو مخالف وو، په هدفي حملو کې په نخښه کړې شوي دي چې څیړونکې يي سیمه کې د طالبانو د نفوذ ثبوت گرځوي
د خیبر پښتونخوا سوات کې د امنیتي ځواکونو او د طالبانو په جنگ کې یو عسکر او څلور طالبان وژل شوي دي.
د امنيتي چارواکو د وینا ترمخه جگړه هغه وخت شورو شوه کله چې شانگلې او بونیر نه طالبانو د سوات مالم جبې سېمې ته د ور دننه کیدو کوشش کولو.
امنیتي ځواکونو طالبان محاصره کړل او دا رنگ د دواړو خواو جگړه شورو شوه. د ورستي رپورټونو تر راتلو نښتې او د ډزو تبادله روانه وه.
جگړه کې د یو پوځي عسکر او د څلورو طالبانو د وژل کیدو رپورټونه راغلي وو.
پولیس او ځائې اوسیدونکو د پېښې تصدیق کړی دی خو د پوځ د عامو تعلقاتو څانگې ايي ایس پي ار لا په رسمي توگه طالبانو سره د جگړې په هکله څه نه دي ویلي.
د پاکستان پوځ او حکومت کال ٢٠٠٩ کې سوات د طالبانو نه د پاکولو دعوه کړې وه خو مبصرین وايي سوات، بونیر او شانگله کې په ځېنې لرې پرتو سېمو کې اوس هم طالبان موجود دي.
د حکومتي دعوو پرته هم سوات کې گڼ شمیر هغه خلک چې سیمه کې د وسله والو طالبانو مخالف وو، په هدفي حملو کې په نخښه کړې شوي دي چې څیړونکې يي سیمه کې د طالبانو د نفوذ ثبوت گرځوي.
بلخوا په باجوړ قبائیلي سیمه کې رپورټونه وايي د پولې د افغانستان د خاورې نه شوو ډزو کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د پوځ په حواله ویلي په سمدستي توگه دا نه ده معلومه چې ډزې افغان امنیتي ځواکونو لخوا او که د وسله والو لخوا شوي دي.
د افغانستان او پاکستان د پولې کرښه چې د ډیورنډ لائن په هم یادیږي په ډیرو ځایونو کې په کره توگه نه راښکلې شوي او د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ په ځېنې وختونو کې د ډزو تبادلې شوي دي. دواړه په یو بل د سرحد د خلاف ورزۍ الزامات لگوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG