لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجابي طالبان: حکومت دې زمونږ ملگرو ته د مرگ سزا نه ورکوي


طالبان وائي قيديانو ته دمرگ سزا ورکول به ددغه سازش دلړۍ دوهمه کړۍ وي، چې دمسلم ليگ په گډون به اتحادي گوندونه دوينو دلدل ته ورديکه کړي
طالبان وائي قيديانو ته دمرگ سزا ورکول به ددغه سازش دلړۍ دوهمه کړۍ وي، چې دمسلم ليگ په گډون به اتحادي گوندونه دوينو دلدل ته ورديکه کړي
په پاکستان کې پنجابي طالبانو دمسلم ليگ(ن) حکومت ته خبردارى ورکړى چې که چرې دهغوي دقيد ملگرو څخه يو تن ته د مرگ سزا ورکړل شوه نو دا به طالبان په ضد دحکومت له لوري دجگړې اعلان گڼي.
پاکستاني چارواکو تيره ورځ واضحه کړې وه چې دمرگ دسزا څلور قيديان به روانه مياشت کې تيزندي کولى شي اؤ په پاکستان کې به دتيرو پنځوؤ کالو په مهال دغه لمړۍ موقع وي چې دکوم قيدي دمرگ په سزا به عمل درامد کيږي.
دپنجابي طالبانو له لوري په پاکستان کې دپهانسۍ دسزا دعملي کيدو څخه دمخه تيره ورځ په جنوبي پنجاب اؤ شمالي اؤ جنوبي وزيرستان کې يو پمفلټ ويشل شوى چې هغې کې حکومت ته دپنجاب جيلونو کې قيد طالب بنديانو ته دپهانسۍ دسزا ورکولو څخه دډډې کولو خبردارى ورکړل شوى دى.
په دغه پمفلټ کې حکومت ته کرښه راښکل شوې چې که دهغوي يو ملگرى هم پهانسي کړل شو، نو دا به دځان په ضد دحکومت له لوري دجنگ اعلان گڼي اؤ دمسلم ليگ(ن) حکومت ته به بيا ځان ددې نتيجو ته هم نيول وي.
بايد وويل شي چې په پاکستان کې په واکمن سياسي گوند مسلم ليگ(ن) دانتخاباتو څخه دمخه دطالبانو دهمدردۍ لرلو تورونه لگول کيدل اؤ طالبانو هم څو ، څو حل مسلم ليگ(ن) سره دخپل نزديکت څرگندونه په بيلا بيلو طريقو کړې وه.
طالبانو پخپل دغه پمفلټ کې وئيلي دي مونږ يواځې دهاغو گوندونو سره جگړه کړې ده ، چې دپوځ په لاسو کې لوبيدل اؤ اوس مسلم ليگ(ن) هم په غيرمحسوسه توگه دخفيه ادارو خلک دغه جگړې ته راښکل غواړي
طالبان وائي مونږ داحتياط لمنه نۀ ده پريښودې ، خو په پنجاب کې زمونږ دقيديانو دوژنې پروانې جاري کړل کيږي اؤ که چرې هغوي تيزندي کړل شي، نو ددې ډاگيز مطلب به دا وي چې مسلم ليگ(ن) هم په دغه جگړه کې خوښي لري
طالبانو پخپل دغه پمفلټ کې واکمن گوند ته خبردارى ورکړى چې دعوامي نيشنل پارټۍ انجام په ياد ولري، ځکه چې ددغه گوند په اوږو وړومبى پوځ ټوپک کيښودو اؤ په مونږ يې وچلولو، بيا په وخت راتلو هغوي يواځې پريښودل شول اؤ پوځ ديو بل سياسي قوت په حق کې شو اؤ نن اى اين پي سره څوک خواخوږۍ کولو له هم نۀ ورځي، ايا مسلم ليگ(ن) هم په دغه لاره تگ غواړي؟
په پمفلټ کې دډرون حملې په ترڅ کې دطالب کمانډر ولي الرحمان دوژنې ذکر هم شوى اؤ وئيل شوي له دې وړاندې دمسلم ليگ(ن) په گډون دنورو سياسي قوتونو دمذاکراتو دخواهش تس ونس کولو دپاره په ولي الرحمان ډرون حمله وکړل شوه اؤ دغه حمله امريکا پلوه پوځي جنرالانو دامريکا لخوا دتيار کړل شوي سازش په اساس کړې ده، چې په وجه يې دامن هيله له مينځه لاړه
طالبان وائي قيديانو ته دمرگ سزا ورکول به ددغه سازش دلړۍ دوهمه کړۍ وي، چې دمسلم ليگ په گډون به اتحادي گوندونه دوينو دلدل ته ورديکه کړي
دپاکستان حکومت نۀ ده په ډاگه کړې چې دپنجابي طالبانو ددغه گواښ څخه وروستو به په جيلونو کې دپرتو طالبانو دپهانسۍ په سزا عمل درامد کوي او که نه؟ خو دخيبرپښتونخوا دډيره اسماعيل خان جيل څخه دطالبانو لخوا دخپلو سوونو ملګرو دوسلې په زور خوشې کولو که چرته دپاکستان په نوي حکومت يو شمير پوښتنې راپورته کړي، هلته به طالبانو سره نوره نرمي دمسلم ليګ(ن) حکومت په نړيوال کچ دشکونو لاندې راولي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG