لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مطبوعاتي رپورټونه وايي د افغان طالبانو درې کسیزه پلاوی اسلام آباد ته رسیدلی

  • ایاز گل

په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانېسته په کال ٢٠١٣ م کې وشوه

په قطر کې د طالبانو د دفتر درې کسیزه پلاوی د پاکستان پایتخت اسلام اباد ته رسیدلی دی.

د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه، د طالبانو د پلاوي مشري صلاح الدین دلاور کوي چې د طالبانو د قطر دفتر یو مهم غړی دی. پاکستاني مامورینو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

په اسلام آباد کې سفارتي شرچینو وي او ای ته وویل پاتیخت ته د طالبانو د راتگ په اړه یې اوریدلې دي خو دا یې نه دي ویلي د طالب پلاوی په څه غرض اسلام ته ورغلی دی.

د وي او ای په پوښتنه چې آیا واقعي هم د طالبانو استازي اسلام اباد ته تللي؟ او په څه مقصد، نو د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل "وه به گورم او که معلومات مې ترلاسه کړل نو درسره به شریک کړم."

اسلام اباد ته د طالب استازو د تگ خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په ترکي کې د افغان حکومت او د طالبانو د خبرو په اړه خبرونه په گردش کې دي خو په رسمي ډول تصدیق یې نه افغان حکومت او نه یې طالبانو کړی دی.

د افغانستان د سولي عالې شورا مشر محمد کریم خلیلي د نهې، سه شنبې، په ورځ په افغان پایتخت کابل کې د سولې په اړه یوې غونډې ته وویل چې د حکومت او د طالبانو ترمنځ غیر رسمي روابط دوام لري.

ارگ، د افغان صدر اشرف غني دفتر، د ترکي د غونډې په اړه یوازې دا ویلي چې افغان حکومت په رسمي ډول دغه خبرو کې برخه نه ده اخیستي.

خليلي د ترکي د خبرو نوم نه دی اخیستی خو وې ویل حکومت غواړي په همغږۍ د خبرو دپاره زمينه برابره شي.

په ترکي کې د طالبانو سره خبرو کوونکو کې د افغان صدر اشرف غني مشاور همايون جرير امريکا غږ سره په خبرو کې ويلي دوي د طالب استازو سره غېر رسمي خبري کړي او په دغه اړوند ښاغلی صدر خبر دی.

ښاغلي جریر وویل د طالب استازو "هيئت د ملا صېب هبت الله او ملا يعقوب او حقاني صېب او نور مهم مشرانو څخه يې اجازه اخستې".

بلخوا د افغانستان د سولې د شورا بل غړي محمد اکرم خپلواک وویل پاکستان د افغانستان د سولې په لار کې خنډ دی. "د سولې د بهیر په وړاندې د خنډونو په کتار کې د ځینو هېوادونو لاس وهنه ده چې په افغانستان کې سوله نه غواړي او په دې برخه کې د پاکستان ښکاره لاس وهنه ښکاري."

خو پاکستان وايی د افغانانو په مشرۍ او ملکیت کې د افغانستان د سولې د کوښښونو ملاتړ کوي.

په قطر کې د طالبانو دفتر د نهې، سه شنبې، په ورځ یو بیان کې وویل په افغانستان کې د خارجي ځواکونو د موجودگۍ په وجه د افغان حکومت سره مذاکرات نشي کیدی. "اسلامي امارت د خارجي اشغال خاتمه او د اسلامي نظام نفاذ غواړي خو بل طرف (افغان حکومت) څه تگلاره نه لري او د امن په اړه تشې دعوې کوي."

په بیان کې ددې خبرې تردید شوی دی چې د افغان حکومت سره خبرو دپاره طالب استازي ترکي ته تللي وو.

XS
SM
MD
LG