لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايا طالبان خپل منځني اختلافاتو کمزوري کړي که اوس هم خطره ده؟


څيړونکي د پنجابي طالبانو د مشر د گوښه کيدو دغه خبر دطالبانو پخپلو منځونو کې ماتيدل گڼي اؤ کيدى شي په دغه خبره کې ريښتونوالى هم وي خو دا هم ممکنه ده چې دغسې هيڅ نۀ وي اؤ طالبان پخپلو کې يو وي
څيړونکي د پنجابي طالبانو د مشر د گوښه کيدو دغه خبر دطالبانو پخپلو منځونو کې ماتيدل گڼي اؤ کيدى شي په دغه خبره کې ريښتونوالى هم وي خو دا هم ممکنه ده چې دغسې هيڅ نۀ وي اؤ طالبان پخپلو کې يو وي
دهرو څو مياشتو له تيريدو وروستو دپاکستاني طالبانو دتحريک دننه ددرزونو اؤ اختلافونو خبرونه مخې ته راځي ، چې ورسره بهرنۍ نړۍ ته ددغه ډلې دداخلي معاملو، تنظيمي ساخت اؤ د هغوئ د هلوځلو د اندازې کولو موقع په لاس ورځي.
خو ددې هر څه باوجود په دې پوهيدل ګران دي چې د طالبانو دننه دې څوک خپله يوه ذريعه ولري اؤ دهغې په ترو دې د طالبانو دننه دکيدونکو ټولو فعاليتونو څخه ځان خبر وساتي يا دې د طالبانو ديوې ډلې بلې ډلې سره د تړلو په اړه په حقيقي معلوماتو ترلاسه کولو کې بريالي شي .
دپاکستان مسلم ليګ(ن) دمشر ميا محمد نواز شريف له لوري تيره اوونۍ طالبانو ته دخبرو اترو دشوي وړانديز په هرکلي کولو دپاکستاني طالبانو دتحريک مرکزي شورا دپنجابي طالبانو مشر عصمت الله معاويه دخپلې عهدې څخه گوښه کړى اؤ يا يې په عارضي توګه معطل کړى دى.
که هر څو عصمت الله معاويه وائي چې پنجابي طالبان يوه ازاده ډله ده ، خو څيړونکي دغه خبر ته دحيرانتيا په نظر ګوري اؤ وايي چې د عصمت الله معاويه د گوښه کولو عمل د طالبانو دليکو دننه موجود اختلافات په ډاگه کوي.
څيړونکي د پنجابي طالبانو د مشر د گوښه کيدو دغه خبر دطالبانو پخپلو منځونو کې ماتيدل گڼي اؤ کيدى شي په دغه خبره کې ريښتونوالى هم وي خو دا هم ممکنه ده چې دغسې هيڅ نۀ وي اؤ طالبان پخپلو کې يو وي .
دا خبره دې هم په پام کې وي چې په تيرو وختونو کې څو څو ځله دپاکستاني طالبانو دتحريک ترمينځ داختلافاتو خبرونه مخې ته راغلي ، خو ددغه ډلې په ساخت اؤ دتندلارو په ترهه ګريزو کارروائيو ددغو اختلافونو خبرونو کومې اغيزې نۀ دي ليدل شوي.
دپاکستان د انگريزۍ ژبې ورځپاڼه ډان پخپله يوه اداريه کې ليکي چې پنجابي طالبان په شمالي وزيرستان کې موجودي ، چې ددغه ځايې څخه هغوي دپاکستاني طالبانو دتحريک سره په ګډه کارروايۍ کوي،
ورځپاڼه ليکي که طالبان د سزا په توگه عصمت الله معاويه گوښه هم کړي خو بيا به هم دپنجابي طالبانو خطره موجوده وي اؤ د هغۀ د گوښه کيدو له امله به په تندلاريتوب کومه اغيزه نۀ کيږي.
د ورځپاڼې په وينا که صورتحال هر څه وي، دقيادت دپرله پسې زيانونو باوجود دپاکستاني طالبانو تحريک دخپلو صلاحيتوتو دڅرګندولو په ترڅ کې پرله پسې حملو سره ځان دپاکستان داخلي سلامتۍ لپاره لويه خطره ثابته کړې ده.
اداريه کې راغلي بنيادي ستونزه دا ده چې ، که هر څو دتيرو څو کلونو راهسې حکومتونه اؤ اعلي پوځي قيادت په هيواد کې د تندلاريتوب د مخنيوي هڅې کوي خو پاکستان کې دتندلاريتوب دزور کښينولو لپاره ددغه ستونزې په تدريجي توګه خاتمې لپاره دمرکزي نوعيت کومه تګلاره وجود نه لري.
که هر څو دپاکستان موجوده حکومت ژمنه کړې چې دتندلاريتوب دمخنيوي لپاره به ډيره زر يوه تگلاره جوړه کړي خو داسې احساس هم شته چې موجوده حکومت هم دتيرو حکومتونو په هاغو تګلارو تللو زړۀ ښه کوي چې ترمخه يې دخوښې ناخوښې لاندې پريکړه کولى شي چې دکومې ډلې په ضد به کارروائي کولى شي ، کوم به زغملى اؤ تر دې چې په خفيه توګه يې ملاتړ کولى شي.
ډان ورځپاڼه ليکي دتيرې يوې لسيزې راهسې دغه تګلاره موثره نۀ ده ثابته شوې اؤ که چرې دراتلونکو نورو لسو کلونو لپاره پرې هم عمل وکړل شي، نو موثره به ثابته نۀ شي.
که پنجاب وي اؤ که فاټا، ددوه مخيزې تګلارې له امله دپاکستان کورنى امنيت تل په داؤ لګيدلى ، ايا حکومت ددې نه خبر دى اؤ ايا نتيجې اؤ اثرات به يې قبول کړي؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG