لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډي ائي خان : پاکستاني طالبانو جيل څخه خپل ١٧٥ ملگري ازادي کړي


 دصوبائي زندانونو دمحکمې مشر خالد عباس يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې بريدکوونکو دجيل په ساتونکو په لاسي بمونو سره حمله کړې، چې پکې دجيل دعملې دوه کسان ژوبل شوي دي
دصوبائي زندانونو دمحکمې مشر خالد عباس يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې بريدکوونکو دجيل په ساتونکو په لاسي بمونو سره حمله کړې، چې پکې دجيل دعملې دوه کسان ژوبل شوي دي
دپوليسو دريشۍ اغوستو وسله والو جنگيالو دخيبرپښتونخوا په ډيره اسماعيل خان سيمه کې په يو جيل حمله ک ړي اؤ په دغه جيل کې بندي خپل په لسگونو ملگري يې خوشې کړي دي.
په دغه مهال دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو ترمينځ تر څو ساعتو پورې نښته شوې چې پکې دترهه گرو له لوري درنه وسله اؤ راکټونه هم استعمال شوي دي؛.
دپاکستاني چارواکو ترمخه دگل په ورځ دطالب جنگيالو لخوا ترسره شوې يوه حمله کې دډيره اسماعيل خان دجيل څخه ٢٠٣ ؤ څخه زيات بنديان په تيښته کې کامياب شوي، چې پکې زيات خطرناک گڼل کيدونکي ترهه گر هم شامل دي.
دخيبرپښتونخوا يو انتظامي چارواکي مشتاق جدون يو شخصي ټي وي چينل سره خبرو کې وئيلي دي چې دډيره اسماعيل خان په سنټرل جيل شوې دغه حمله کې دڅلورو پوليسو پشمول ١٢ کسان وژل شوي اؤ ٧ ژوبل شوي دي\.
هغه وويل دتندلارو دبريد له امله ټول ٢٤٣ بنديان تښتيدلي وؤ، چې پکې شپږ قيديان وروستو پوليسو ونيول.
دهغه ترمخه په تښتيدلو دغو قيديانو کې شپږ زيات خطرناک ترهه گر هم شامل دي.
مشتاق جدون وويل ترهه گرو په لسگونو دچاؤديدونکو موادو الې دجيل دننه ښخې کړې وې ، چې پکې ١٤ ناکاره کړل شوي دي.
هغه وويل چې پوليس اؤ نورې قانون پځايې کوونکې ادارې دجيل دکلئير کولو عمل کې بوختې دي، ښار کې کرفيو لگول شوې اؤ خلکو ته دخپلو کورونو دننه داوسيدو وينا شوې ده.
جدون وويل جيل ته تقريباً ٦٠ ترهه گر داخل شوي وؤ اؤ نورو دبهر څخه راکټونه داغلي دي.
دهغه وينا وه تر ټولو لمړى ترهه گرو دجيل دمرکزي دروازې څخه بهر ولاړ بکتر بند گاډى په راکټي حملې سره تباه کړو چې پکې دوه پوليس عسکر ووژل شول.
چارواکي وائي امنيتي ځواکونه جيل ته ننوتلي ، چې له دې وروستو جيل محفوظ گرځولى شي،ترهه گرو سره دنښتې له امله دبجلۍ نظام هم گډوډ شوى اؤ چارواکي وائي له دې امله دتښتيدلو قيديانو دقيقې شميرې معلومولو کې ستونزې رامينځته کيږي.
دترهه گرۍ دغه ستره حمله اؤ پکې دلسگونو ترهه گرو دتيښتې دغه پيښې څو گينټې وړاندې له هغې رامينځته شوې چې پاکستان کې قانون سازان نوى صدر ټاکي.
چارواکي وائي دډيره اسماعيل خان په دغه جيل کې د٥٠٠٠ؤ بنديانو دساتلو گنجائش شته اؤ دغلته دقيدو خواؤشا ٣٠٠ؤ بنديانو تعلق دتندروه پاکستاني طالبانو دتحريک اؤ غيرقانوني ډلې لشکرجهنگوي سره دى، څوک چې په امنيتي ځواکونو بريدونو اؤ په فرقه وارانه بنيادونو دوژنو پيښو کې ککړ دي.
سرچينې وائي دحملې په وخت دراکټونو دراغورځيدو، لاسي بمونو دچاؤدنو اؤ مشين گنونو دډزو غږونه پرله پسې اوريدل کيدل.
ددغه حملې ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخستې ده.
دطالبانو وياند شاهدالله شاهد يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې د١٥٠ؤ طالبانو ترڅنگ ٦٠ؤ ځانمرگيانو په سنټرل جيل حمله کړې اؤ خواؤشا ٣٠٠ بنديان يې راخوشې کړي دي.
خو پاکستاني چارواکو دطالبانو ددغه ادعا پخلى نۀ دى کړى.
چارواکي وائي ٤٠ؤ ترهه گرو ، چې دپوليس دريشۍ يې اغوستې وې دجيل په ديوال يې په بمونو سره حمله کړې اؤ وروستو جيل ته وردننه شوي وؤ.
دصوبائي زندانونو دمحکمې مشر خالد عباس يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې بريدکوونکو دجيل په ساتونکو په لاسي بمونو سره حمله کړې، چې پکې دجيل دعملې دوه کسان ژوبل شوي دي.
دخيبرپښتونخوا دصوبائي حکومت وياند ددغه حملې دپخلي کولو په ترڅ کې وئيلي دي چې دترهه گرو دحملې دمخنيوي لپاره پوځ راغوښتل شوى ؛ؤ.
ډيره اسماعيل خان دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان دښکتنۍ برخې سره نزدې دى،چرته چې ددغه نيمې خپلواکې سيمې يوه سيمه جنډولا موقعيت لري.
له دې وړاندې هم خيبرپښتونخوا په بندي خانو حملې شوي دي؛
دبنو ترڅنگ په سنټرل جيل تير کال داپريل په مياشت کې ترهه گرو بريد کړى ؤ اؤ په سلگونو قيديان يې ازاد کړي وؤ، په دغو قيديانو کې دپاکستان ئيرفورس سره تعلق لرونکى عدنان رشيد هم شامل ؤ، عدنان رشيد دپاکستان په پخواني پوځي صدر پرويز مشرف دقاتلانه حملې منصوبه بندۍ کې ککړ ؤ.؛
وروستو عدنان رشيد دپاکستاني طالبانو تحريک کې شامل شو اؤ وئيل کيږي چې هغه شمالي وزيرستان کې دانصارالاسير په نوم ديوې تندروه ډلې مشري کوي.
عدنان رشيد دطالبانو په بريد کې ژوبل شوې پاکستانۍ طالب علمې ملالې يوسفزئي ته اوس اوس يو خط هم ليکلى ؤ.
دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک په دغه حمله کې په اوړيدلې مرگ ژوبله دخفگان څرگندونه کړې اؤ دحملې دفوري تحقيقاتو حکم يې ورکړى.
وزيراعلي په جيل دغه حمله دانټلي جنس ادارو ناکامي گرځولې ده.
په زندان د حملې ورستو د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال عدنان بټنی د ډې ائي خان جیل ته ورغلی او د حالاتو جاج يي اخستی. د عدنان بیټني د سترگو لیدلی حال تاسو دلته اوریدی شۍ:
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:29 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG