لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: په پاکستان کې د طالبانو غونډه به وضیعت نور پېچلی کړي


طالبانو ویلي استازي به یې د وزیراعظم عمران خان سره هم ویني
طالبانو ویلي استازي به یې د وزیراعظم عمران خان سره هم ویني

د افغانستان اجرائیه ریاست ویلي په پاکستان کې کېدونکې د طالب استازو غونډه به په افغانستان کې وضیعت د ښه کولو پرځای لا نور هم پېچیده کړي. ترجمان زیاته کړه پاکستان باید د افغانستان سره د حکومت په کچه اړیکه ولري.

د افغانستان د اجرائیه ریئس ترجمان امید میثم امریکا غږ اشنا څانگې ته وویل یوازې افغان حکومت د خبرو اختیار لري.هغه وویل "موږ هیله‌ مند یو چې زموږ ګاونډیان او د سیمې هیوادونه له افغانستان سره دولت په دولت اړیکه ولري، که موږ له تروریستی ډلو سره اړیکه ونیوله، زه فکر کوم دا د وضعیت له ښه کیدو سره مرسته نه کوي."

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودهري د زیارت، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته د دې خبرې تصدیق وکړو چې طالبان به په پاکستان کې غونډه کوي. هغه وویل دا به "گېم چینجر" موقعه وي، یعنې لوبه بدلونکي ناسته به وي.

د امریکې خارجه وزارت ویلي پاکستان ورسره د غونډې په لړ کې څه رابطه نه ده کړې.

امریکا، پاکستان او افغانستان په اسلام اباد کې د ټاکل شوې غونډې په اړه هله غبرگونونه ورکړل کله چې ناگهانه د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د نهې، سه شنبې، په ورځ ځینو خبریالانو ته د نامعلوم ځای نه په وټس اېپ باندې دا پېغام ورکړو چې د امریکې او طالب مرکچیانو یوه غونډه به د پاکستان حکومت په رسمي بلنه د فېبرورۍ د میاشت په ١٨ مه نېټه په پاکستان کې کیږي.

افغان حکومت د اسلام آباد د غونډې په اړه په رسمی توگه څه غبرگون نه دی څرگند کړی خو امید میثم وویل دا ډول غونډې به وضعیت لاپسې پیچلی کړي.

څېړونکو په پاکستان کې د طالبانو کېدونکې غونډه د پوښتنو دلاندې راوستي.

د نړیوالو چارو څیړونکی اعجازخټک وايي طالبانو ته د خبرو د رسمي بلنې نه داسې ښکاري چې پاکستان په دې لړ کې خپل دریځ مضبوطول غواړي او دا چې گنې د طالبانو سره د خبرو اترو بهیر د غېر یقیني حالاتو سره مخامخ شو.

په اسلام آباد کې میشته خبریال طاهرخان چې د افغانستان په چارو ژور نظر ساتي وايي که طالب مرکچیان اسلام اباد ته راځي نو طالبان باید چې بیا یو شمېر سوالونه ځواب کړي. "د طالبانو نه به خلک دا پوښتنه هم بیا وکړي چې که (طالبان) ازبکستان ته ځي، ایشیا ته ځي، ماسکو ته ځي، ماسکو ته ځي، ایران ته ځي، پاکستان ته ورځي نو کابل ته بیا ولې نه ورځي، خپلو خلکو سره بیا ولې خپل حکومت سره ولې (نه کښېنې) چې د پاکستان وزیراعظم سره کښېني؟"

په کال ٢٠١٥ کې پاکستان د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د ابتدايي نیغ په نیغه خبرو کوربتوب وکړو خو بیا د طالبانو مشر ملا عمر په پاکستان کې د مرگ خبر رابرسیره کېدو وروسته دغه مذاکرات ختم شول.

د دې وروسته طالبانو تر دا وخت د افغان حکومت سره په مستقیم ډول مذاکراتو ته ډډه کړې ده او افغان حکومت د "گډاگي" په نوم یادوي.

طالب ترجمان وویل په پاکستان کې د غونډې په موقع به طالب استازي د پاکستان وزیراعظم عمران خان سره وینې او د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو، د افغان کډوالو او د افغان تاجرانو په اړه به "جامع" خبرې کوي.

د روېټرز خبري اداره وايي د امریکې د خارجه وزارت ترجمانې وویل په پاکستان کې د غونډې په اړه یې د طالبانو اعلان لیدلی خو په رسمي ډول پاکستان د امریکې سره په دې لړ کې څه رابطه نه ده کړې.

د امریکې او د طالبانو د مذاکراتو د بهیر بله ناسته د فېبرورۍ په ٢٥ په دوحه، قطر، کې کېدونکې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG