لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې وسله والو دنيټو 27 ټانکرې سوځولي دي


د نیټو هوائې برید کې د دریو پاکستاني عسکرو د وژل کیدو ورسته، پاکستان نیټو ته د رسد لاره تړلې ده. او د پاکستان شکارپور سیمه کې نیټو ته سامان وړونکې ټینکرونو ته اور اچول شوی دی
د نیټو هوائې برید کې د دریو پاکستاني عسکرو د وژل کیدو ورسته، پاکستان نیټو ته د رسد لاره تړلې ده. او د پاکستان شکارپور سیمه کې نیټو ته سامان وړونکې ټینکرونو ته اور اچول شوی دی

په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې دنيټو په يو فضائي بريد کې ددريوؤ پاکستاني عسکرو دوژل کيدو څخه يواځې يوه ورځ وروستو دپاکستان دسندهـ صوبې په شکارپور ضلع کې نامعلومو وسله والو په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو لپاره تيل وړونکې 27 ټانکرې تباه کړي دي.
دچارواکو له مخې دتيلو دغه ټانکرې دکراچۍ څخه دبلوچستان په لاره افغانستان ته وړل کيدې چې پرې نامعلومو تندلارو بريد وکړو او ورته يې اور واچولو.
دسرچينو له مخې خواؤشا 12ؤ مخ پټو وسله والو لمړى دټانکرو ډرائيورانو ته دخبرداري ورکولو لپاره ډزې وکړې اؤ دډرائيورانو دتيښتې وروستو يې ټانکرو ته اور واچولو.
په کرمه ايجنسۍ کې دوه ورځې دمخه دنيټو دهيلي کاپټرو لخوا دپاکستاني پوځيانو په يوه چوکۍ بريد کې درې دمليشه ځواکونو عسکر وژل شوي وؤ او درې نور ژوبل شوي وؤ.
ددغه پيښې وروستو پاکستاني چارواکو په افغانستان کې ميشتو دنيټو ځواکونو لپاره دسامان وړونکو گاډو لاره وتړله او چارواکي وائي نن په دوهمه ورځ هم دنيټو سامان وړونکو ټرکونو ته دخيبرايجنسۍ په لاره دتورخم پولې څخه افغانستان ته داوښتو اجازه نۀ ورکول کيږي.
دامريکا ددفاع دمحکمې وياند وئيلي دي په افغانستان کې ميشتو امريکائي هيلي کاپټرو دخپلې دفاع په حق کې عمليات کړي وؤ چې پکې دپاکستان په يوه سرحدي چوکۍ کې درې عسکر وژل شوي وؤ.
له دې وړاندې نيټو هم پخپل يو بيان کې وئيلي ؤ په بريد کوونکو پسې دورتللو وروستو په شوي بريد کې گڼ شمير وسله وال کسان وژل شوي وؤ.
پاکستان دخپلو عسکرو په وژنه سخت غبرگون ښودلى او ددغه هيواد وزيراعظم يوسف رضا گيلاني دجمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ کې دوينا په مهال وئيلي دي کۀ چرې په افغانستان کې ميشته دنيټو ځواکونه دپاکستان خپلواکۍ ته درناوى ونۀ لري او په دغه پيښه بخښنه ونۀ غواړي نو په نورو لارو چارو غور کولى شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG