د ابوظهبي په شېخ زيد کرکټ گراؤنډ کې روان د پاکستان اواسټريليا کرکټ لوبډلو ترمينځ ټيسټ مېچ کې پاکستان په دوهم اننگز کې ۲۹۳ رنزونه جوړ کړل او د لمړي اننگز د ۳۰۲ رنزونو سره يي اسټريليا ته د ۶۰۳ رنزونو هدف ورکړو .
د پاکستان او اسټريليا ترمينځ د ټېسټ مېچ د څلورمې ورځې لوبه د پاکستان په دوئم اننگز کې يونس خان او اظهرعلي پېل کړه ، يونس خان په ۴۶ رنزونو اؤټ شو ، او بيا کپتان مصباح الحق په ۱۰۱ رنزونو او اظهرعلي په ۱۰۰ رنزونو پوره کولو اننگز په ۲۹۳ رنزونو ختم کړی شو .
د ننۍ لوبې خاص خبره د پاکستان د کپتان مصباح الحق په ټيسټ کرکټ کې د تېزې ففټۍ (پنځوس ) رنزونو جوړولو ريکارډ قائمول او بيا د ټيسټ کرکټ تېزې سنچرۍ (سل ) رنزونو ريکارډ برابرول ؤ .
مصباح الحق په ۲۱ بالونو په څلورو چهکو او څلورو چوکو وهلو سره ۵۲ رنزونه جوړ کړل ، چې د ټيسټ کرکټ په تاريخ کې له دې وړاندې دغه ريکارډ د جنوبي افريقې د جيک کيلس سره ؤ ، او هغه په ۲۴ بالونو ففټي جوړه کړې وه .
مصباح په ۲۴ منټونو کې نيمه سنچري مکمله کړه او د بنگله دېش د اشرفل د ۲۷ منټو د ففټۍ ريکارډ يي هم په خپل نوم کړو . مصباح الحق په ۱۱ چوکو او ۵ چهکو سره په ۵۶ بالونو د ټيسټ کرکټ د تېزې سنچرۍ هغه ريکارډ هم برابر کړو ، چې ۲۸ کاله وړاندېد د ويسټ انډيز ويوين رچرډ په ۵۶ بالونو د انگلېنډ خلاف سنچري جوړه کړې وه .
د اسټريليا خلاف په دوهم اننگز کې د لوبې په درېمه ورځ د پاکستان دوه لوبغاړي احمد شهزاد او محمدحفيظ اؤټ شوي وو .
د دغې مېچ په لمړي اننگز کې د پاکستان وتلي لوبغاړي يونس خان د ۱۵ چوکو او دوه چهکو په مدد سره ۲۱۳ رنزونه جوړ کړي ، او يونس خان د خپل ټېسټ کېرئير ٨٠٠٠ رنز مکمل کړي چې دغه شان هغه د جاويد ميانداد اؤ انضمام الحق نه پس دريم پاکستانى بيټسمين جوړ شوی چې اته زره رنزونه يي مکمل کړل .
يونس خان نۀ يواځې دا چې اتۀ زره رنزونه پوره کړي ، بلکې د خپل کرئير په څلورمه سنچرۍ جوړولو د يو پاکستاني لوبغاړي له لوري د اسټريليا خلاف ٢٠ کاله پس په اولني ځل سکور شوې ډبل سنچري مکمله کړې .
يونس خان ۹۰ کاله وروستو کوم لومړی لوبغاړی گرځېدلی ، چې د اسټريليا خلاف يي پرله پسې درې سنچريانې جوړې کړي دي .
مصباح الحق او اظهر علي هم د روان مېچ په لمړي او دوهم دواړو اننگزونو کې سنچريانې (سل ، سل) رنزونه جوړ کړي .
پاکستان د مېچ په دوهمه ورځ د شپږو لوبغاړو په اؤټ کېدو خپل لمړی اننگز په ۵۷۰ رنزونو ختم کړی ، او په ځواب کې يي د اسټريليا پوره ټيم په خپل لمړي اننگز کې ۲۶۱ رنزونه جوړ کړي وو.
پاکستان په لمړي ټيسټ مېچ کې اسټريليا ته په ۲۲۱ رنزونو ماتې ورکړې وه . او د دوه ټېسټ مېچونو په سيريز کې ورته په يو ، صفر برتري حاصله ده .