لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناقدین: حکومت په مالیه کې د رعایت اعلان د پلویانو د گټې دپاره کړی دی


په ټېکس کې د رعایت اعلان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي کړی و او د گل، دوشنبې، په ورځ جاري شوي صدارتي حکمنامې به د وزیراعظم د اقدام د عملدارۍ دپاره لاره هواره کړي
په ټېکس کې د رعایت اعلان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي کړی و او د گل، دوشنبې، په ورځ جاري شوي صدارتي حکمنامې به د وزیراعظم د اقدام د عملدارۍ دپاره لاره هواره کړي

د پاکستان صدر ممن حسین سرمایه کارانو ته په ټیکس یا په مالیه کې د رعایت ورکولو دپاره څلور حکمنامې جاري کړې دي.

په ټېکس کې د رعایت اعلان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي کړی و او د گل، دوشنبې، په ورځ جاري شوي صدارتي حکمنامې به د وزیراعظم د اقدام د عملدارۍ دپاره لاره هواره کړي.

په صدارتي حکمنامو کې په امدن، جایداد او په ملک کې دننه او بهر اساسو باندې د ټېکس یا د مالیي په شرڅ کې د کمي اعلان شوی دی.

ناقدین په مالیه کې د رعایت د دغه گام مخالفت کوي او وايي حکومت دا گام د خپلو پلویانو د گټو دپاره اخیستی دی.

د صدراتي حکمنامو یا ارډیننسونو ترمخه، سمندر پورې پاکستانیان به په خپلو اساسو پنځه فیصد ټیکس ورکوي او که چېرې څوک د بهر نه پاکستان ته پېسې یوسي، د گټې د درې فېصد په شرح په حکومتي سکیمونو کې د شپږو میاشتو دپاره سرمایه کاري وکړي او په گټه دوه فیصد ټېکس ورکړي نو د پېسو په اړه به ترې تپوس نه کیږي چې په کومه طریقه گټل شوي دي.

د مالیاتي چارو ماهرین وايي په مالیه کې د رعایت د دې پروگرام نه به هغه خلک تر ټولو زیاته گټه پورته کوي چې په غېرقانوني طریقه گټل شوو پېسو ته قانوني شکل ورکول غواړي ځکه چې په حکومتي سکیم کې د سرمایه کارۍ او د دې په گټه د دوه فیصد ټېکس ورسته به ترې تپوس نه کیږي چې دغه پېسې یې څه رنگ گټلې وې.

د پاکستان د خزانې پخوانی وزیر او د مالي چارو کارپوه زبیر خان وايي په خارجي هېوادونو کې په اساسو د ټېکس کمولو هدف د حکومت پلویانو ته گټه رسول دي.

په نړي واله کچه د پېسو د غیرقانوني انتقال او د ترهگرو ډلو د مالي سرچینو مخه نیولو دپاره نړیوالې ادارې فاینینشل ایکشن ټاسک فورس هم په ټېکس کې د رعایت د پاکستاني گام په اړه تشویش څرگند کړی دی. ادارې ویلي د دې اقدام به نتیجه کې د ترهگرو مالي امداد کونکي تحفظ ترلاسه کولی شي او منفي اثرات به یې د ترهگرۍ خلاف په جنگ هم کیږي.

د حکومت د نوي گام ترمخه به په پاکستان کې هغه خلک ټېکس نه ادا کوي چې د کال امدن یې د ١٢ لکو روپو نه زیات وي. مطبوعاتي رپورټونه وايي د په مالیه کې د رعایت په نتیجه کې به پنځه لکه خلک د ټېکس ادا کولو د چوکاټ نه بهر شي.

د پاکستان حکومت وايي په هېواد کې یوازې ١٢ لکه خلک ټېکس ورکوي چې پکې زیاتره د سرکاري ادارو او غیر حکومتی ادارو کارکونکي شامل دي چې ټېکس یې د تنخاگانو نه واخیستل شي.

ماهرین وايي په پاکستان کې په امدن د ټېکس یا ماليي ورکونکو شرح ډیره کمه ده چې له امله یې حکومت د مالي ستونز سره مخامخ وي او شهریانو دپاره د صحت او تعلیم غوندې د بنیادي اسانتیاو برابرولو مالي وسایل نه لري.

اقتصاد پوهان وايي په مخته تللي هېوادونو کې د ټېکس ورکونکو شهریانو شرح زیاته وي نو ځکه هلته خلک د ژوند بهتر بنیادي سهولتونو ته رسايي لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG