لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ترهگرۍ خلاف د پاکستان پوځي عدالتونو ١٨٦ کسانو ته د مرگ سزاگانې اورولې دي


د هگرۍ خلاف د پاکستان پوځي عدالتونو د کال ٢٠١٥م راهسې د ترهگرۍ د ٣٠٠ مقدمو قضيي فېصلې کړې دي او ١٨٦ کسانو ته یې د مرگ سزاگانې اورولې دي. دا خبره د پاکستان د دفاع وزارت تېره هفته وکړه.

دفاع وزارت دغه شمیرې په قامي اسمبلۍ کې د پوځي عدالتونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وړاندې کړې دي.

په کال ٢٠١۴م کې د پېښور په ارمي پبلک سکول طالبانو د حملې ورسته د پخواني وزیراعظم نوازشریف حکومت ترهگرۍ د مخنیوي دپاره پوځي عدالتونو جوړ کړل. د پېښور په سکول حمله کې د ١۴٠ نه زیات کسان وژل شوي دي چې زیاتره د سکول ماشومان دي.

د وي او ای د ایکسټریمزم واچ ډیسک یا د ترهگرۍ د څارنې څانگه د ځايي مطبوعاتو په حواله وايي دا وخت په پاکستان کې ١١ پوځي عدالتونه قایم دي چې درې په پنجاب، دوه په سند، درې په خېبرپښتونخوا او یو په بلوچستان کې دی.

د پوځي عدالتونو د سزاگانو او فېصلو په اړه د پاکستان ایکسپریس ټرېبون ورځپاڼې شمیر شمیرې خپرې کړې دي. ورځپاڼه وايي په تیرو دریو کلونو کې عدالت یو تن بري کړی، ٧٩ کسانو ته یې د عمر قید سزاگانې ورکړې او ٧٠ ؤ نورو کسانو ته یې د ٢٠ ؤ کلونو نه زیاتې د قید سزاگانې اورولې دي.

د پوځ مشر د هغه ١٥١ کسانو د رحم اپیلونه رد کړې دي چې مرگ سزاگانې ورکړی شوي وې.

د فاع وزارت پارلیمنټ ته وویل چې دا وخت په پوځي عدالتونو کې د ١٠١ مقدمې اورونې روانې دي او ٥٢ مقدمې د شهادتونو د نشتوالي له امله خارج کړی شوي دي.

ځینې څېړونکو پارلیمنټ ته د دفاع وزارت د ځواب ستاینه کړې ده، وايي دا د عدالتونو د شفافیت او احتساب په لورې یو گام دی خو ځېینې څېړونکې په پوځي عدالتونو د خفیه مقدمو مخالفت کوي.

د پیښور په سکول د طالبانو د حملې ورسته، د هغه وخت وزیراعظم نوازشریف د ترهگرۍ پرضد د نیشنل ایکشن پلېن په نوم تگلاره اعلان کړه. د پوځي عدالتونو قیام هم ددغه تگلارې برخه وه. د پارلیمنټ د قانون سازۍ ترمخه، پوځي عدالتونه د کال ٢٠١٩ پورې خدمات ترسره کولی شي.

په لاهور کې میشته د امنیتي چارو څېړونکی حسن عسکری رضوي د وي او ای ایکسټریمزم واچ ډیسک ته وویل که څه هم ددفاع وزارت د پوځي عدالتونو په اړه د ځینې پوښتنو ځوابونه ویلي دي خو ددې باوجود د عدالتونو د خفیه کاروايي په اړه تشویش او ابهام موجود دي. هغه زیاته کړه پارلېمنټ ته د دفاع وزارت ځوابونه ښه مثال دی.

ځینې قانوني ماهرین او د انساني حقونو کارکونکي د پوځي عدالتونو په اړه وايي دا په هېواد کې د عدليي متوازي نظام رامنځته کوي او د دغه عدالتونو د انصاف او طریقه کار په اړه پوښتنې راپورته کوي.

د انساني حقونو کارکونکي شمع جونیجو وي او ای ته ویلي قام باید د پوځي عدالتونو په اړه په اعتماد کې واخیستل شي.

د پوځي عدالتونو مقدمې په خفیه توگه چلول کیږي. مطبوعاتو او عام خلکو ته ددغه مقدمو اورونه د کتلو اجازت نه وي او تر د تېر کال پورې ملزمانو ته دا ازادي نه وه چې د خپلې خوښې ددفاع وکیل وگماري.

د پوځي عدالتونو حمایت کونکی د سپریم کورټ وکیل اکرام چوهدري وویل په عامو عدالتونو کې د اصلاحاتو سخت ضرورت دی او د هلته د زرگونو په شمیره کې کېسونه په کلنوکلنو پرتې وي او فېصلې یې نه کیږي. هغه وايي د سول عدالتونه په بعضو موقعو باندې د ترهگرو د گواښونو په وجه فیصلې هم نشي کولی.

XS
SM
MD
LG