لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم نواز شريف : دپوځ په ملاتړ به ترهه گرۍ ته ماتې ورکوؤ


 وزيراعظم وويل پاکستان يو ايټمي وسله لرونکى رياست اؤ يو مهم سيمه ييز قوت دى اؤ ددغه هيواد درايې پرته دسيمې په اړه کومه پريکړه نۀ شي کيدى
وزيراعظم وويل پاکستان يو ايټمي وسله لرونکى رياست اؤ يو مهم سيمه ييز قوت دى اؤ ددغه هيواد درايې پرته دسيمې په اړه کومه پريکړه نۀ شي کيدى
وروستو لۀ هغې چې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال کياني دنهې په شپه پخپله يوه وينا کې په ډاگه کړه چې د ترهگرو په وړاندې ټيټيدل هيڅ د حل لاره نۀ ده دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف هم وئيلي دي چې ټول قام يو موټى دىاؤ ترهه گرو ته به دپوځ اؤ نورو امنيتي ادارو په مکمل ملاتړ سره ماتې ورکوؤ
دشورو په ورځ اسلام اباد کې دهيواد دازادۍ د٦٧مې کليزې په موقع دبيرغ خيژونې دستورې ته پخپله وينا کې وزيراعظم نواز شريف داولس په ملاتړ اؤ دپوځ اؤ نورو امنيتي ادارو په مرستې سره پاکستان څخه دامن دځانگو جوړولو ژمنه کړې ده.
دوزيراعظم په ځانگړې بلنه دغه دستوره کې دملگرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون هم گډون کړى ؤ.
دنوازشريف وينا وه حکومت دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دستونزې په اړه دقام دانديښنو څخه خبر دى اؤ زياته يې کړه چې خلک په دې هم پوهيږي چې دغسې چيلنجونه دقامونو په تاريخ کې مخې ته راځي اؤ هغوي يې مقابله په همت اؤ مړانې سره کوي.
دپاکستان د پوځ سرلښکراؤ وزيراعظم ترهگرو ته دماتې ورکولو دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې يوازې دوه ورځې له مخه دپنجابي طالبانو له لوري حکومت ته گواښ شوى چې کۀ دهغوئ يو بندي ملگري ته هم دپهانسۍ سزا ورکړل شوه نو هغوئ به دا دحکومت له لوري دځان په ضد د جنگ اعلان وگڼي.
وزيراعظم وويل پاکستان يو ايټمي وسله لرونکى رياست اؤ يو مهم سيمه ييز قوت دى اؤ ددغه هيواد درايې پرته دسيمې په اړه کومه پريکړه نۀ شي کيدى.
وروستو دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل بانکي مون سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وزيراعظم نواز شريف لانجمنه سيمه کشمير کې درامينځته شوي تاؤتريخوالي په صبر اؤ ذمه وارۍ سره دهوارولو ژمنه وکړه.
دکشمير په لانجمنه سيمه کې تيره اوونۍ دپنځوؤ پاکستاني عسکرو دژل کيدو دپيښې وروستو دپاکستان اؤ هند لخوا په يو بل داوربند دخلاف ورزۍ تورونه لگول کيږي، هند ددغو پنځوؤ عسکرو دوژنې تور په پاکستاني پوځ لگولى، خو پاکستان دغه تورونه رد کړي.
دمطبوعاتي کانفرنس په مهال وزيراعظم وويل پاکستان به په ( لائن اف کنټرول ) رامينځته شوي صورتحال ته ځواب په صبر اؤ ذمه وارۍ سره ورکوي اؤ هيله کوي چې هند به دتاؤتريخوالي دراکمولو لپاره گامونه واخلي
هغه وويل مونږ ته به تاؤژن صورتحال کمول وي، زمونږ مقصد امن دى اؤ ددې لپاره نورې سفارتکارۍ ته ضرورت دى
پاکستان اؤ هند دواړو د کال ٢٠٠٣ دنومبر په مياشت کې په لا ئن اف کنټرول داور بند تړون ترسره کړى ؤ، خو دواړه خواوې وخت په وخت يو بل ددغه تړون په سرغړونه يو بل تورنوي.
دسږکال په شروع کې هم دنوي ډيلي اؤاسلام اباد ترمينځ تاؤتريخوالي کې هاغه مهال اضافه ليدل شوې وه چې په لا ئن اف کنټرول ددواړو لورو څخه شپږ عسکر ووژل شول، چې پکې دڅلورو تعلق دپاکستان اؤ دوؤ دهند سره ؤ.
دهند له لوري په پاکستاني پوځ تور لگول شوى ؤ چې په شکمنه توگه يې دهغوي ديو عسکر څخه سر پرې کړى ؤ، خو اسلام اباد دغه تورونه رد کړي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG