لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټک ټاک د پي ټی ای د الزام په ځواب کې وايي کمپني د قانون پابندي کوي


پي ټي ای په ټک ټاک د مبینه غیراخلاقي موادو خپرولو الزام لګولی و

په ټک ټاک د پاکستان ټېلې کمیونېکېشن اتارټي د مبینه غیر اخلاقي موادو خپرولو په ځواب کې د وډیو شریکوولو چينايي کمپنۍ ترجمان ويلي په قانون عمل کول د دوی په لومړیو ترجيحاتو کې شامل دي او د دې په ذريعه د اپليکېشن اندرونې ماحول ښه او مثبت ساتل دی.

د ټک ټاک د ترجمان په بيان کې دا هم وویل شوي چې تک ټاک د نامناسبه او غېر اخلاقي موادو د پېژندګلو او په هغې نظرثاني کولو د پاره بېلا بېلې ټېکنالوجې او جديد حکمت عملې کړې او کوم مواد چې د ټک ټاک لخوا د وضع شوي اصولو پرضد وي نو هغه نه يوازې لرې کولی شي بلکې په اېپ کارونکې جرمانه کېږي او اکاونټ يي هم بندول کیږي.

په اسلام باد کې مېشت د سوشل مېډيا د لارې کاروبار کونکی او د ټولنيزو رسنيو فعال سلمان سعيد د ټک ټاک د اقداماتو ستاینه کوي خو نوموړی وايي چې دا نه ده معلومه چې د کمپنۍ لخوا د يو مشين په ذريعه کوم ډول مواد لرېکولی شي. هغه زياته کړه چې د پاکستان حکومت او د ټک ټاک کمپنۍ لا په دې اړه يو جامع تګلاره وضع کول پکار دي چې په راتلونکې کې د اپليکېشن بندولو نوبت مخې ته رانشي۔

نوموړي وي او ای ډيوه ته وويل: " داسې کولبوريشن (همکاري) کول پکار دي چې کوم پاکستاني ايي پېز (انټرنټ پروټوکولز) نه جوړ شوي اکاؤنټس دي په هغې فايروالز مظبوط کړي او د هغو په ويډيوز کې غېر اخلاقي مواد وي يا يي په اواز کې غېراخلاقي الفاظ وي نو هغه دې ټک ټاک بلاک کړي او هغه ويډيو اپلوډ کېدو ته دې نه پرېږدي۔ که چرې دا په مکمله توګه بند کړې شي نو کوم خلق چې خه مواد شريکوي نو د هغو لاره هم بندېږي."

د ځايي مبطوعاتو ترمخه ټک ټاک په خپل بيان کې دا هم ويلي چې تېر کال د ټولې نړۍ نه خورې شوې ۹۸ فيصده هغه ويډيوز لرې کړې شوي د کومو په اړه چې شکايتونه درج کړې شوې وو۔

په بيان کې دعوه شوې چې د کال ۲۰۱۹ د جولايي نه تر دسمبر پورې په پاکستان کې د اپليکېشن استعمالونکو لخوا اپولوډ شوي ۳۷ لکه ۲۸ زره او ۱۶۲ نامناسبه ويډيوز د خپرولو مخه نيولې شوې وه

په اسلام اباد کې د باېټس فارال يو غېر سرکاري ادارې پروګرام مينيجر هارون بلوچ وايي چې حکومت ته لا نه دې پکار چې داسې ډول د سوشل مېډيا اپليکېشنز په اولني فرصت کې بند کړي ځکه چې دا د وېنا د ازادۍ خلاف فعل دې۔

هارون بلوچ وايي: " بيا هم هغوي د خپل کميونټي ګائېدلائنز يا اصولو مطابق څيزونه بلاک کوي، اوس د پاکستان حکومت دا ويل چې دا کم دي او ټول څيزونه بلاک کړې نو دې مطلب دې حکومت پاکستان نه غواړي هغه پلېټ فارمز په کومو چې ځوانان د ازادۍ سره اظهار کوي، زما په خيال خو حکومت ته پکار دي چې داسې ډول څېزونو ډېره حوصله افزايي ووکړې نه چې پابندي پرې ولګوي"۔

نوموړي زياته کړه چې د سوشل مېډيا د لارې يو شمېر خلق د ځان د پاره پېسې ګټې او په ډيجيټل اکنامي کې يي د ډير مهم کردار دې نو بايد چې حکومت په خلقو کې دپوها پېدا کړي چې څنګه هغوي د ټک ټاک او نورو اپليکېشنز نه ګټې پورته کولې شي۔

هغه مخکې وويل: " د يو څو تنانو د غلط استعمال له وجې د هغه چا معاش ته نقصان نه دې رسول پکار څوک چې د سوشل مېډيا او ټک ټاک د لارې پېسي ګټې، که تاسو دا اپليکېشن بند کړې نو د کروړونو روپو نقصان به ووشي او په زرګونو تعداد کې خلق او خاندانونه چې د سوشل مېډيا په ګټه خپل ژوند تېروي نو هغوي به بېروزګاره شي، که تاسو ته ښکاري چې غلط استعمال يي کېږي نو ځوانانو ته د دې مثبت استعمال په اړه تربيت ورکړې"۔

ياده دې وي د پاکستان ټيلي کميونيکشن يا پي ټي اې د ژوندې خپرونو د سوشل ميډيا اپليکېشن بيګو د غير اخلاقي موادو خپرولو په تور بند کړې او ټک ټاک ته يي تېره ورځ حتمي نوټس جاري کړې وو چې کمپني دې د سوشل مېډيا په دغه اپليکېشن غېر اخلاقي مواد خورېدو مخه نيولو د پاره جامع تګ لاه وضع کړي۔

کارپوهان وايي دا ړومبې ځل نه دې چې په پاکستان کې د انټرنټ د بېله بېلو اپليکېشنو بندولو غوښتنه شوې بلکه دې نه مخکې هم د مذهب د سپکوي د موادو په سر په کال ۲۰۰۸ کې د پاکستان مرکزي حکومت يوټيوب د ډيروخت له پاره بند کړې وو، په پاکستان کې د بشري او د خبريالانو د حقونو تنظيمونه دا تور هم لګوي چې دلته ورځ تر ورځه د اظهار په ازادۍ او د هغې د لارو چارو په بندلو کار کېږي>

XS
SM
MD
LG