لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شېخ رشید: د ټي اېل پي د پلویانو په ډزو دری پولیس وژل شوي دي


شېخ رشید
شېخ رشید

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید ویلي کالعدم ډلې تحریک لبېبک د کاروونکو په ډزو لږ تر لږه درې پولیس وژل شوي او د 70 نه زیات نور زخمیان شوي دي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه شېخ رشید احمد نیوز کانفرنس ته وویل چې د ټي اېل پي پلویانو په پولیس د کلانشکوف ډزې وکړې چې درې پولیس یې ووژل. هغه وویل د اتوو نورو پولیس افسرانو حالت نازک دی.

د ای اېف پي ترمخه د پنجاب د پولیس مشر راو سردار علي خان یوې جدا خبري غونډې ته وویل چې څلور پولیس وژل شوي دي.

د ای اېف پي رپورټ وايي ټي اېل پي په پولیس د ډزو الزام پورې کوي او وايي څلور پلویان یې وژل شوي دي.

د پنجاب پولیس د ټي اېل پي دعوه رد کړي او ای اېف پي وايي د پولیس ترجمان مظهر حسین ای اېف پي ته وویل پولیس هېڅ ډول وسله نه ده استعمال کړې.

ټي اېل پي غواړي پاکستان د فرانس سفیر د ملک نه وباسي او د ډلې بندي مشر دې ازاد کړي.

ټې ایل پي تېره هفته د جمعې په ورځ د خپلو غوښتنو په حق کې لاهور نه د اسلام اباد په لوري لاریون شروع کړی و او په دغه موقع د ډلې د پلویانو او د پولیس ترمنځ نښتو کې دوه پولیس ووژل شو.

حکومت سره د مذاکراتو وروسته ټي اېل پي دغه لاریون ځنډولی و خو د شورو، چهارشنبې، په ورځ یې بیا شروع کړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG